د لاس رسي وړ اتصالات

په نړۍ کې د کروناویروس له کبله د مړو شمېر له ۴۰۰زرو واوښت


په نړۍ کې د هغو کسانو شمیر چې په کروناویروس باندې له اخته کیدو وروسته مړه شوي د ۴۰۰ زرو تنو څخه واوښت.

د امریکا د متحده ایالاتو د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په بنسټ د یکشنبې د ورځې جون اوومه (غبرګولي ۱۸) تر سهاره په نړۍ کې د کروناویروس په وجه د مړینو شمیر (۴۰۰۲۲۴) زرو ته رسېدلی دی. دغه شمیر ګړۍ په ګړۍ زیاتیږي.

تر دې دمه په دغه ویروس باندې په نړۍ کې شپږ میلیون او ۹۱۳۶۰۸ تنه اخته شوي دي.

د امریکا متحده ایالات د ۱۰۹۸۰۲ مړینو او څه دپاسه یو میلیون ۹۲۰ زرو تنو په اخته کیدو سره د نړۍ د هیوادونو په سر کې دی.

له امریکا څخه وروسته پدغه ویروس په بریتانیا او برازیل کې زیات کسان اخته او مړه شوي دي. په بریتانیا کې پدې ویروس ۴۰۵۴۸ تنه او په برازیل کې ۳۵۹۳۰ تنه مړه شوي دي.

په کروناویروس باندې د اخته کسانو له درکه برازیل د ۶۷۲۶۴۸ پیښو او روسیه د څه دپاسه ۴۶۷ زرو پیښو په لرلو سره په نړۍ کې په دوهم او درېیم ځای کې راځي.

د ماسک تړل

د روغتیا نړیوال سازمان د خپل پخواني موقف برعکس د نړۍ له ټولو هیوادونو غوښتي چې خپلو هیوادوالو ته په عامه او هغو ځایونو کې چې د کروناویروس د خپریدو امکان په کې شته د ماسک تړلو سپارښتنه وکړي.

دغه سازمان دمخه تر دې د ماسک تړل یواځې په کروناویروس اخته کسانو ته لازمي ګڼلي وو.

د هغو څیړنو له مخې چې پدې وروستیو اونیو کې شوي ښيي چې ماسک یو له هغو وسایلو څخه دی چې کیدای د کروناویروس د خپریدو خطر راکم کړي.

خو د روغتیا نړیوال سازمان ټینګار کوي چې ماسک نشي کولای د کووید۱۹ په وړاندې څوک وساتي.

د امریکا د متحده ایالاتو، بریتانیا، فرانسې، جرمني او چین په څیر د نړۍ د مخکښو هیوادونو د هڅو سره سره تر اوسه څرګنده نده چې د کروناویروس واکسین به څه وخت جوړ شي.

د درمل جوړولو یو شمیر شرکتونو لومړنۍ بریاوی ترلاسه کړي، خو متخصصین وایي چې د کروناویروس د واکسین ترلاسه کیدل ښایي میاشتې او کلونه وخت ونیسي.

XS
SM
MD
LG