د لاس رسي وړ اتصالات

گوتیرش: کرونا له کبله په نړۍ کې له ښځو سره زورزیاتی هم زیات شوی


د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو گوتیرش

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو گوتیرش ویلي د کروناویروس د مخنیوي لپاره په کورونو کې قرنطین کیدل او د ښارونو تړل د ښځو په وړاندې کورني تاوتریخوالی"خورا زیاتیدا" زیات شوی دی.

ښاغلي گوتیرش د یکشنبې په ماښام اپریل پنځمه په یو ویدیویي پیغام کې غوښتي چې د کورني تاوتریخوالي ختمول باید د کروناویروس ضد کمپاین یوه برخه وي.

هغه وویل: "یو شمیر زیاتې نجونې او ښځې په کورونو کې چیرته چې باید په امن کې وي د مخ په زیاتیدونکي ګواښ سره مخامخ دي."

ملګرو ملتونو رپوټ ورکړی چې د کروناویروس د وبا د خپریدو په لړ کې په لبنان او مالیزیا کې کورنی تاوتریخوالی دوه چنده شوی دی او په چین کې چې نړۍ ته د کروناویروس د خپریدو منبع ده درې چنده شوی دی.

په فرانسه او جنوبي افریقا کې کورنۍ تاوتریخوالی زیات شوی دی. د مقاماتو په وینا په جنوبي افریقا کې د سرتاسري بندیز وروسته د ښځو په وړاندې د کورني تاوتریخوالي ۹۰ زره پیښې رپوټ شوي دي.

مالیزیا د کروناویروس د خپرېدو په پیل کې یو جنجالي کمپاین پیل کړ او ښځو ته یې سپارښتنه وکړه چې پر خپلو میړونو سره ښه چلند وکړي‌، د تندي له تریو کولو ډډه وکړي او هغوی ته په کورني کارونو کې د ونډې نه اخیستلو په وجه پیغور ورنکړي، خو ډیر ژر حکومت مجبور شو چې دغه کمپاین ودروي.

په استرالیا کې چې حکومت د کروناویروسره مبارزې کې ۹۱ میلیون ډالر د کورني تاوتریخوالي مخنیوي ته ځانګړي کړي د ګوګل د رپوټ له مخې د کورني تاوتریخوالي په وړاندې آنلاین مرسته غوښتنه ۷۵ فیصده لوړه شوې ده.

ددې سره جوخت په ترکیه کې فعالانو ویلي دي چې د میړونو په واسطه د ماندینو وژنه د مارچ د ۱۱ راپدیخوا چې په کورونو کې د قرنطین کیدو فرمان صادر شوی، خورا زیاته شوی ده.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي څو ورځې مخکې ویلي وو چې د کروناویروس پر ضد مبارزه په ټوله نړۍ کې اوربند ته اړتیا لري. هغه د افغانستان په څیر په ټولو جنګ ځپلو هیوادونو کې د ټولو ښکیلو اړخونو غوښتي وو چې اوربند وکړي.

XS
SM
MD
LG