د لاس رسي وړ اتصالات

په کووید۱۹ اخته کسانوته کوم روغتیايي انتخابونه موجود دي؟


د کرونا ویروس دا مهال په ټولې نړۍ کې خپور شوی دی
د کرونا ویروس دا مهال په ټولې نړۍ کې خپور شوی دی

ډاکټران وايي چې د کووید۱۹ د اخته کسانو د درملنې انتخابونه شته خو د هر یو اغیز یې د رنځ شدت، علایم او اعراضو پورې مربوط دي.

د بېلګې په ډوله د سترویدي درمل هغو بیمارانو ته ورکول کیږي چې رنځ یې زیات وي. خو دا ډول درمل هغو کسانو ته چې رنځ یې زیات نه وي، ډېر اغیزناک نه دي او ښايي د رنځ اعراض نور هم زیات کړي.

د امریکا په متحدو ایالتونو کې تر دې دمه د کروناویروس علاج نه دی موندل شوی خو ډاکټرانو د ځینو درملو وړاندیز کړی دی.

د امریکا د روغتیا ملي انستیتیوت د کووید۱۹ هغو رنځورانو ته چې تکلیف یې متوسط او کم دی، د دغو درملو وړاندیز کوي:

که رنځور په روغتون کې بستر شوی وي، او یا بستر شوی نه وي او اضافي اکسیجن ته ضرورت ولري:

هېڅ ډول درمل ورته نه تجویز کیږي او د استروویدي درملو خوړل ورته هم منع دي.

که رنځور په روغتون کې بستر وي، اضافي اکسیجن ته اړتیا ونلري خو د مصنوعي تنفس ماشین ته یې ضرورت وي: د ویروس ضد ریمدیسویر درملو د استعمال وړاندیز ورته کیږي. کله ناکله دا درمل د استروید سره یو ځای ورته تجویز کیږي.

که رنځور په روغتون کې بستر وي او د مصنوعي تنفس ماشین ته یې اړتیا وي: د استروید او ریمدیسویر درمل یو ځای خوړل ورته تجویز کیږي.

همدغه راز د ځینو مطالعاتو په حساس د د کلوروکیناو د ملاریا ضد درمل هم د کروناویروس سره په مبارزه اغیزناک بلل شوي دي.

XS
SM
MD
LG