د لاس رسي وړ اتصالات

څارډله افغان وکیلان په اداري فساد کې ګرم بولي


په افغانستان کې د ادارې فساد په ضد د مبارزې د څارنې او ارزونې ګډه کميټه وايي چې د ملي شورا یو شمېر غړي مخامخ په فساد کې ښکیل دي او له خپلو دندو څخه ناوړه ګټه اخلي.

د دغې کمېټې په تازه راپور کې ویل شوي چې د ولسي جرګې ځينې غړي په حکومتي قرارادونو کې مداخلې کوي، د خپلو خپلوانو د شرکتونو لپاره پروژې ترلاسه کوي او په اړوندو ادارو کې د خپلې خوښې ګمارنې کوي.

دغه کميټې له یو شمېر حکومتي چارواکو او قرارداد ورکونکو ادارو سره د مرکو او هغوی سره د خبرو له لارې خپل راپور چمتو کړی دی.

د راپور په یوه برخه کې ویل شوي " کله چي یو وکیل خبر شو چي د پوهنې وزارت د هغه په سیمه کې یوه پروژې پلې کوي، ټول اصول يې تر پښو لاندې کړل او له اړوند چارواکي څخه يې وغوښتل چې دغه قرارداد هغه ته ورکړي".

د اداري فساد پر وړاندې د مباررزې د څارنې او ارزونې ګډه کميټه وايي چې "دغه وکیل کوم شرکت نه درلود خو د خپل نفوذ او دندې څخه په ناوړه ګټې اخیستلو سره د پانکونې د ملاتړ له ادارې څخه په څو د قیقو کې د یو شرکت جواز واخیست او قرارداد یې ترلاسه کړ".

پر حکومتي چارواکو فشار، هغوی ګواښونه، د خپلوانو ګمارنې او داسې نور کارونه هغه بېلګې بلل شوي چې د یادې شوې کمیټې د راپور په اساس افغان وکیلان په کې ښکیل دي.

د افغانستان د ولسي جرګې غړې ارین یون د دغې کمیټې له راپور سره همغږې ده خو وايي چې د کمزوري حکومت او په حکومت کې د یو شمېر مفسدو چارواکو د شتوالي له کبلهفساد ورځ تر بلې زیاتیږي.

میرمن یون دامریکا غږ اشنا ته وویل " په ولسي جرګې کې تر سلو ډېر داسې زورواکه وکیلان پېژنم، چې له حکومت څخه په زوره قراردادونه اخلي، خپل کسان ګماري او له خپلو دندو ناوړه استفاده کوي".

میرمن یون په ښکاره د کوم وکیل نوم وانخیست خو ټېنګار یې دا و چې دغه وکیلان پخواني زورواکان او ټوپکسالاران دي چې په خبره يې نه د حکومت او نه هم د پارلمان زور پرې رسیږي.

په افغانستان کې د ادارې فساد په ضد د مبارزې د څارنې او ارزونې ګډه کميټه وايي چې یو لوړ پوړي چارواکي ورته ویلي چې په تېرو دیارلسو کلونو کې ۸۰ فیصده قرارادونه د اداري فساد له کبله اغیزمن شوي دي. دغه اداره د خپلو موندنو راپورونه ولسمشر، ملي شورا او نورو اړوندو نړیوالو ادارو ته وړاندې کوي.

اداري فساد د افغان حکومت لپاره یوه لویه ننګونه بلل کیږي چې د نړیوالې ټولنې او نورو بسپنه ورکوونکو ادارو له لورې په وار وار له دې کبله پرې نیوکه شوې ده.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG