د لاس رسي وړ اتصالات

ځانګړو پولیسو ۲۹ تنه د مخدراتو د قاچاق په شک نیولي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چې له مخدره موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو په تیرو ۴۸ ساعتونو کې ۲۴ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۲۹ کسه د مخدراتو د قاچاق په شک نیول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویلي، له نیول شوو کسانو څخه ۳۹۴ کیلوګرامه بیلابیل ډوله مخدره مواد کشف او ضبط شوي، چې په کې هیروئین، اپین، چرس، امفیتامین، نشه‌يي ټابلیټونه او الکول شامل دي.

له دغه وزارت څخه په یو خپور شوي بیان کې راغلي، چې دا شمیر کسان، په کابل، ننګرهار، هرات، بادغیس، تخار، فراه، هلمند، بدخشان، لغمان او غزني ولایتونو کې نیول شوي دي.

دغه راز په بیان کې راغلي، چې پولیسو د بدخشان ولایت په ارګو ولسوالۍ کې ۸۴ جریبه ځمکه له کوکنارو څخه پاکه کړې ده.

پولیسو د مخدراتو د قاچاق په شک دغه شمیر کسان په داسې حال کې نیولي، چې تیره اونۍ افغان حکومت د مخدراتو پر ضد د مبارزې د پیوستون نړیوالې ورځې او ملي یووالي اونۍ لمانځل پیل کړل، چې لا هم دوام لري.

د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک په دغو مراسمو کې وویل، د افغانستان په زندانونو کې ۳۰ فیصده هغه کسان بندیان دي، چې د مخدره موادو د کاروبار په تور نیول شوي دي.

XS
SM
MD
LG