د لاس رسي وړ اتصالات

محکمې د مخدراتو ۶۲ قاچاقبرانو ته د بند سزا ورکړه


د افغانستان د مسکراتو اونشه یي توکو پر ضد د مبارزی عدلی او قضایی مرکز وايي، چې د روان لمریز کال په چنګاښ میاشت کې د دغه مرکز ابتدائیه او استیناف محکمو د مخدره موادو د قاچاق د ۴۲ فضیو په تړاو ۶۲ تنو ته د بند د مختلفو مودو سزا اورولې ده.

د دغه مرکز ویاند احمد خالد مؤحد امریکا غږ آشنا ته وویل، چې دغو کسانو ته له ۱۳ میاشتو څخه نیولې تر ۱۶ کلونو پورې د حبس سزا اورول شوې ده.

د ښاغلي مؤحد پر وینا، دغه شمیر کسان د څه باندې ۸۱ کیلوګرامه هیروئین، نږدې ۲۹ کیلوګرامه مورفین، څه باندې ۱۴۷۱ کیلوګرامه اپین، ۲۳۹۵ کیلوګرامه چرس، ۳۱۱۰ کیلوګرامه بنګ دانه، څه دپاسه ۳ کیلوګرامه مت امفتامین، نږدې ۶۶ کیلوګرامه اسیدکلوراید او څه باندې ۲۴ لیټره سودیم کارونیت کاربن د قاچاق کولو پر مهال د افغان ځواکونو له خوا نیول شوي وو.

ښاغلي مؤحد دغه راز وویل، چې افغان پولیسو په دې موده کې د مخدراتو د قاچاق د ۵۷ قضیو په تړاو ۷۷ تنه نیولي او له اړوندو دوسیو سره یې د مسکراتو او مخدره موادو پرضد د مبارزې عدلي او قضایي مرکز ته سپارلي دي.

د ښاغلي مؤحد پر وینا، په دغو تورنو کسانو کې پنځه ښځې او یو ایرانی هم شامل دي.

هغه زیاته کړه "په نیول شویو کسانو کې ۱۹ تنه د حامد کرزي د نړیوال هوایي ډګر پورې تړاو لري، چې له دې لارې څخه یې هندوستان ته مخدره مواد قاچاق کول. دوی د پولیسو او د مسکراتو او نشه‌یي توکو سره د مبارزې عدلي اوقضایي مرکز موظف څارنوال له خوا پیژندل شوي او نیول شوي دي".

ښاغلي مؤحد وویل، چې پولیسو له دغو کسانو څخه څه باندې ۱۳۳ کیلوګرامه هیروئین، نږدې ۳۷۹ کیلوګرامه اپین، شاوخوا ۳۰۵ کیلوګرامه چرس، ۳۰ نشه‌يي ګولۍ او نږدې ۲۶ کیلوګرامه ښيښه ترلاسه کړي دي.

دغه راز پولیسو له غو کسانو څخه نږدې ۳۲ کیلوګرامه کیمیاوي مواد او ۲۳۵ لیټره تیزاب، چې د مخدراتو په تولید او پروسس کې ترې کار اخیستل کیږي، نیولي دي.

د دغه مرکز د معلوماتو له مخې، د روان لمریز کال په غبرګولي میاشت کې هم افغان ځواکونو د ۶۷ قضیو په تړاو ۹۲ تنه د مخدراتو د قاچاق په تور نیولي وو، چې په کې ۶ ښځې، یو دولتي مامور او یو ایرانی شامل وو.

XS
SM
MD
LG