د لاس رسي وړ اتصالات

د فرخندې د قضیې د څېړلو علني محکمه پیل شوه


 نن په کابل کې یوې لومړنۍ محکمې د فرخندې د قتل د دوسیې څیړل پیل کړل چې تمه ده په اړه به یې پریکړه څو ورځې وخت واخلي
نن په کابل کې یوې لومړنۍ محکمې د فرخندې د قتل د دوسیې څیړل پیل کړل چې تمه ده په اړه به یې پریکړه څو ورځې وخت واخلي

د کابل ښار لومړنۍ محکمې نن د شنبې په ورځ په خپله علني غونډه کې د فرخندې د وژنې قضیه وڅیړله، د محکمې دغې غونډې ته د ۱۹ تورنو پولیسوپه ګډون ۴۹ تورن حاضر شوي وو.

په دې علني غونډه کې د حقیقت موندنې کمیسیون یو شمیرغړو، د مدني ټولنې یو شمیر غړو، د کابل ښار یوشمیر اوسیدونکو او خبریالانوهم ګډون کړی وو.

د تورنو کسانو پر وړاندې د دعوې د پرمخ وړلو موظف څارنوال حمیدالله قاصر، د فرخندې وژونکي او نیول شوي پولیسان د قضیې اصلي عاملین وګڼل.

څارنوال حمیدالله قاصر د فرخندې په قضیه کې د یو شمیر تورنو کسانو په اړه راټول شوي ټول اسناد د محکمې قاضي او د غونډې ګډونوالو ته وړاندې کړل.

محکمې د فرخندې په وژنه کې تورنو کسانو ته هم د خبرو کولو وخت ورکړ.

د څارنوال د ادعاوو په غبرګون ځینو تورونو کسانو په خپل جرم اعتراف وکړ، ځینو د څارنوال ادعاوی رد او له هغوی څخه ترلاسه شوی اعتراف یې د شکنجې او فشار له مخې وباله.

د څارنوال د څرګندونو او د تورنو کسانو د خبرو له اوریدلو وروسته د محکمې قاضي صفي‌الله مجددي د دویمې حوزې د کشف آمر د نیولو فرمان ورکړ.

دغه راز، قاضي صفي الله مجددي وویل، د کابل امنیه قوماندان جنرال عبدالرحمان رحیمي، د کورنیو چارو وزارت د جنايي جرمونو عمومي رئیس جنرال ظاهر ظاهر او د کابل د امنیې قوماندانۍ یو شمیر لوړپوړي چارواکي سبا ۹ بجې د محکمې غونډې ته حاضر او د فرخندې د قضیې په اړه خپلې موندنې تحقیقي پلاوي ته وړاندې کړي.

فرخنده د تیر کال د حوت د میاشتې په وروستیو کې په دې تور چې ګواکې قرآن شریف یې سوزولی، د کابل ښار د شاه‌دوشمشیرې په زیارت کې یوې قهرجنې ډلې لومړی په وهلو وهلو ووژله او بیا یې ورته مړی وسوزاوه.

خو په دې برخه کې د پلټنې ټولو اړوندو ادارو څیړنې ښيي چې فرخندې دا کار نه وو کړی.

XS
SM
MD
LG