د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې کروناویروس په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۰۱ کسان مړه کړي


د کروناویروس د مثبتو پېښو په اړه د افغانستان د عامې روغتیا وزارت رسمي شمېرې ښيي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کروناویروس په مثبتو پېښو او له امله یې د مړو شویو کسانو په شمېر کې بې‌ساری زیاتوالی راغلی دی.

دغه وزارت د پنجشنبې په ورځ جون ۱۷ (غبرګولي ۲۷) ویلي چې په دې موده کې ۱۰۱ ناروغان د کروناویروس له امله مړه شوي او ۲۳۱۳ کسان ورباندې اخته شوي دي.

دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې په تېره یوه شپه او ورځ کې څه باندې ۱۰۰ کسان د کرونا له امله مړه کېږي او له ۲۳۰۰ څخه زیات کسان ورباندې اخته کېږي.

د تازه پېښو په ثبت سره په افغانستان کې د کروناویروس وبا له پیل څخه ۹۸زره او ۸۴۴ کسان په دغه ویروس اخته شوي او له دې شمېرې څخه ۳۹۴۳ کسان مړه شوي دي.

د افغانستان د ستراتیژیکو څیړنو د انستیتیوت یوه تازه سروې ښيي چې زیاتره افغانانو د کروناویروس ګواښ "ډېر شدید" بللی دی.

په دې سروې کې د افغانستان د ټولو ولایتونو په ځانګړي ډول د ښارونو شاوخوا درې زره اوسېدونکو برخه اخیستې ده.

د افغانستان د روغتیا وزارت مرستیالې ډاکټر نرګس نیازۍ چې د پنجشنبې په ورځ یې د دې سروې نتایج له خبریالانو سره شریکول وویل: "۸۰سلنه ګډونوالو ویلي که د کویډ۱۹ ارزونې او د کوید۱۹ واکسین ته لاسرسی ولري حتماً د ټسټ او واکسین لپاره مراجعه کوي".

په سروې کې راغلي چې ۳۴سلنه ګډونوالو منلې چې د کروناویروس د انتقال د مخنیوي لپاره له ماسکونو څخه استفاده کوي، له نیمايي زیاتو ویلي چې تل خپل لاسونه په صابون پرېمینځي او ۶۰سلنه نورو ویلي چې په خوله، پوزه او سترګو د لاسونو له وهلو ډډه کوي.

د افغانستان د ستراتيژیکو څیړنو انسټیټیوټ د عامه پوهاوي پروګرامونو په بیا کتنې، دوام او پراخوالي ټینګار کړی او له کروناویروس سره د مبارزې اړوندوو بنسټونو ترمنځ یې د همغږۍ د رامنځ ته کولو وړاندیز کړی دی.

د کروناویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ په ډسمبر کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا او په چټکۍ سره د نړۍ ټولو هېوادونو ته ورسېد.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر اوسه په نړۍ کې څه باندې ۱۷۷میلیونه او ۶۹زره کسان په کروناویروس اخته شوي چې له دې شمېرې له درې میلیونو او ۸۳۳زرو زیات یې مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG