د لاس رسي وړ اتصالات

کروناویروس نړۍ کې لسګونه خبریالان مړه کړي 


د رسنیو د خپلواکۍ یوې غیر انتفاعي موسسې (PEC) د رسنیو د خپلواکۍ نړیوالې ورځې په درشل کې ویلي چې د مارچ له پیل راهیسې د کروناویروس له کبله په نړۍ کې لسګونه خبریالان مړه شوي دي.

کرونا تر ټولو ډېر خبریالان په په اکوادور او امریکا کې مړه کړي دي.

د دغې موسسې موندنې هغه اندېښنې تایدوي‌ چې خبریالان او د خبري بنسټونو کارکوونکي محافظتي جامې او نور اړین توکي نلري چې د کروناویروس د مخنیوي لپاره اړین دي.

دغه موسسه وایي چې دوي په ۲۳ هیوادونو کې د ۵۵ خبریالانو د مړینې په اړه راپورونه تر لاسه کړي خو لا معلومه نده چې په ټوله نړۍ کې څومره نور خبریالان په کروناویروس اخته او یا هم مړه شوي‌دي.

د دغې موسسې په یوې اعلامیې کې راغلي: "خبریالان د دغې وبا پر مهال له غټو ستونزو سره مخ دي. دوي روغتونو ته ځي، ډاکټرانو او نرسانو سره خبرې کوي، سیاسي مشرانو، کارپوهانو، ساینسپوهانو او حتی بیمارانو سره د دغه ویروس په اړه د معلوماتو ټولولو لپاره مرکې کوي."

په فرانسې کې یو کامره مېن له دستکشو پرته د کامرې کارولو پر مهال
په فرانسې کې یو کامره مېن له دستکشو پرته د کامرې کارولو پر مهال

د دغه مرکز معلومات ښيي چې یواځي ایکوادور کې نهه ژورنالستان په تیرو دوه میاشتو کې د کروناویروس له کبله مړه شوي دي. همداراز امریکا کې اته، برازیل کې څلور او برتانیا او هسپانیا کې درې-درې ژرونالستان مړه شوي دي.

افغان رسینو د کرونا پېښې

په افغانستان کې هم د خبریالانو ترمنځ د کروناویروس د مثبتو پیښو راپورونه شته چې یوه بیلګه یې د موبي ګروپ د کارکوونکو ده. موبي ګروپ تیره ورځ د اپریل په ۳۰ نیټه یوه اعلامیه خپره کړې چې پکې یې په کروناویروس د خپلو ځينو کارکوونکو د اخته کېدو خبر ورکړی دی.

د موبي ګروپ اعلامیه وایي چې دوي خپل ۷۰ کارکوونکي معاینه کړي چې له دغې ډلې یې ۱۴ کسان د کرونا په ویروس اخته دي.

همداراز د ښځینه ژورنالستانو څخه د ملاتړ مرکز هم په خپل یو راپور کې چې د اپریل په ۲۶ نیټه یې خپور کړی ویلي چې د کرونا ویروس له خپرېدو وروسته د افغانستان په ۲۸ ولایتونو کې د ۱۰۰۰ ښځینه خبریالانو څخه ۲۳۰ خبریالانو یې خپلې دندې له لاسه ورکړي او یا هم د معاش پرته په رخصتۍ تللې دي.‌

د رسنیو د خپلواکۍ غیر انتفاعي موسسې (PEC) د ملګرو ملتونو وروستیو څرګندونو په تایید ویلي چې ځینو هیوادونو کې د کروناویروس په پلمې د ځینې خبریالانو او رسنیو په فعالیت بندیز لګول شوی چې د اندیښنې وړ خبره ده.

کرونا په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا شو او دا مهال یې د نړۍ په ۱۸۵ هېوادونو او سیمو کې څه باندې ۲۳۰زره کسان مړه کړي‌او تر ۳.۲ میلیون نور انسانان په دغه ویروس اخته دي.

XS
SM
MD
LG