د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د کرونا پر ناروغۍ د مړو شوو شمیر ۱۲۸۳ ته ورسید


( ارشیف) په افغانستان کې د کرونا د ویروس پر ناروغۍ زیات ناروغان د کابل او هرات په ولایتونو کې مړه شوي دي.
( ارشیف) په افغانستان کې د کرونا د ویروس پر ناروغۍ زیات ناروغان د کابل او هرات په ولایتونو کې مړه شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت د شنبې په ورځ اګست اول ( چنګاښ ۱۱) په افغانستان کې د کرونا د ویروس د ۳۵ نوو پيښو د ثبت خبر ورکړی او ویلي دي، چې اوس مهال په دغه هیواد کې پر دغې ناروغۍ د اخته شوو کسانو شمیر شپږ دیرش زره او ۷۱۰ ته رسیدلی دی.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا د ویروس پر ناروغۍ یو تن مړ شوی دی، چې ورسره په افغانستان کې د کرونا د ویروس د ناروغۍ د خپریدو له پیل څخه تر نن ورځې پورې ټول یو زر او ۲۸۳ تنه پر دغې ناروغۍ مړه شوي او پنځویشت زره ۵۰۹ تنه نور له دغې ناروغۍ ښه شوي دي.

د کرونا ویرس تازه پیښې په نهو ولایتونو کې د اختر په لومړۍ ورځ ثبت شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت وايي، چې په افغانستان کې د کرونا د ویروس د مثبتو پیښو شمیر کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

خو دغه وزارت د لوی اختر په ورځو شپو کې د دغې ناروغۍ د بیا خپریدو په اړه انديښنه څرګنده کړې او له خلکو یې غوښتي، چې له کور څخه د وتلو پر مهال دې ټولنیز واټن وساتي او ماسک دې وکاروي.

په افغانستان کې د کرونا د ویروس لومړۍ مثبته پيښه د تیر ۱۳۹۸ لمریز کال د کب په پنځمه د هرات په ولایت کې ثبت شوې وه، خو اوس دا ناروغي د دغه هیواد ټولو ۳۴ ولایتونو کې خپره شوې ده.

د کرونا د ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ میلادي کال د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي ولایت د ووهان په ښار کې خپور شو، چې اوس یې ټولې نړۍ ته سرایت کړی دی.

د امریکا د جانز هاپکینز پوهنتون د معلوماتو له مخې د کرونا وبا د شنبې د ورځې تر سهار پورې ۶۷۹ زره او ۶۰۰ تنه مړه کړي او ۱۷ میلیونه او ۶۰۰ زره نور پر د کرونا د ویروس پر ناروغۍ اخته شوي دي.

XS
SM
MD
LG