د لاس رسي وړ اتصالات

د کروناویروس اوج او د چین او امریکا ترمنځ د اړیکو ترېنګلتیا


چین پاریدلی چې ولې ټرمپ کرونا ته چینايي ویروس وايي
چین پاریدلی چې ولې ټرمپ کرونا ته چینايي ویروس وايي

بیجنګ د جمعې په ورځ ( د مارچ۲۰) وویل چې د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ هڅه کوي چین د کرونا ویروس په مخنیوي کې ناکام وښيي.

دا په داسې حال کې ده چې د دواړو هیوادونو ترمنځ ترینګلتیا مخ په زیاتېدو ده.

ټرمپ تېره ورځ چین د کروناویروس د خپرېدو په هکله د شفافیت په نه لرلو تورن کړ او زیاته یې کړه چې نړۍ باید اوس د دغه ویروس لپاره ډیر تاوان پرې کړي.

کروناویروس په لومړی ځل د چین د ووهان په ښار کې خپور شو.

په چین باندې له دې امله نیوکه کیږي چې د دغې ناروغۍ په پیل کې یې معلومات پټول او هغو کسانو ته یې سزا ورکوله چې په دې هکله یې معلومات خپرول.

د فرانسې د خبري اژانس د شمیرو له مخې په کروناویروس تر دې دمه له ۲۳۲زرو زیاتو اخته کسانو له ډلې یې شاوخوا۱۰زره مړه شوي دي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګینګ شوانګ وویل په امریکا کې ځینې خلک غواړي چې د دغې ناروغۍ په وړاندې د چین مبارزه کمه وښيي او چین مقصر وګڼي.

هغه زیاته کړه: "دا ډول چلن د بشریت د روغتیا د ساتنې لپاره د چین د خلکو په لویې قربانۍ باندې سترګې پټول او په نړۍ کې د عامې روغتیا په برخه کې د چین په مهمې ونډې پورې تهمت تړل دي."

ښاغلی ګینګ وايي چې په دغه بحران کې یې تل له متحده ایالاتو سره معلومات شریک کړيدي. د چینايي او امریکايي مقاماتو ترمنځ د دې ډول بیانونو تبادله تیره اونۍ د چین او امریکا ترمنځ د لفظي شخړې سبب شوه.

په دې اونۍ کې له چین څخه د امریکایي خبریالانو شړل د بیان د ازادۍ په هکله یو لړ پوښتنې پیدا کړي دي. چین له هغه وروسته یو شمېر امریکايي خبریالان وشړل چې ښاغلي ټرمپ کرونا ته د "چینايي ویروس" اصطلاح وکاورله.

ټرمپ ادعا کوي چې دغه اصطلاح یې د چین د دې تور په مقابل کې چې د کرونا ویروس له امریکا څخه خپور شوی، کارولې ده.

د چین دولتي رسنیو په دې وروستیو کې په ولسمشر ټرمپ کلکې نېوکې کړي.

د ګلوبل ټایمز ورځپاڼې په څو مقالو کې ادعا کړېده چې د ټرمپ دغه څرګندونې له بهرنیانو څخه د ویرې "زینوفوبیا" او د چین ضد احساساتو د راپارولو لامل ګرځیدلي دي.

ټرمپ ویلي دي چې د کرونا ویروس ته یې د تعصب له مخې "چینایي ویروس" نه دی ویلی.

کروناویروس تر ټولو ډېر ۳۴۰۵ کسان په ایټالیا کې مړه کړي دي. په چین کې چې دا ویروس په لومړی ځل په کې خپور شو تر دې دمه ۳۲۴۲ کسان ه مړه شوي دي. ایران درېیم هېواد دی چې د کرونا له کبله ډېر تلفات لري.

د روغتیا د نړیوال سازمان د معلوماتو په اساس د پنجشنبې تر ورځې(مارچ۱۹) په ټولې نړۍ کې ۲۰۹۸۳۹ کسان په دغه ویروس اخته شوي دي او ۸۷۷۸ نور کسان مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG