د لاس رسي وړ اتصالات

پرکرونا ناروغۍ د اخته افغانانو شمیر ۲۴ ته ورسید

افغان حکومت وايي، چې په افغانستان کې د کرونا د ویروس پر ناروغۍ اخته ټول ناروغان له ګاونډي ایران څخه دغه هیواد ته ستانه شوي دي.
افغان حکومت وايي، چې په افغانستان کې د کرونا د ویروس پر ناروغۍ اخته ټول ناروغان له ګاونډي ایران څخه دغه هیواد ته ستانه شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت نن د جمعې په ورځ ( حمل اول) د هرات په ولایت کې د کرونا د ویروس د ناروغۍ د دوو نوو پیښو د ثبت خبر ورکړی، چې ورسره په افغانستان کې پر دغې ناروغۍ د اخته کسانو شمیر ۲۴ ته رسیدلی دی.

د عامې روغتیا وزارت سلاکار او ویاند ډاکټر وحیدالله مایار خبریالانو ته ویلي، چې دا دوه ناروغان هم تازه له ایران څخه هرات ولایت ته ستانه شوي وو.

په افغانستان د کرونا د ویروس د ناروغۍ پیښې په اوو ولایتونو کې ثبت شوي، چې ۱۵ یې د هرات ولایت کې دي.همداشان درې په سمنګان ولایت کې، دوه د لوګر په ولایت کې او یوه، یوه پیښه په بلخ، بادغیس ، کاپیسا او دایکنډي ولایتونو کې ثبت شوې ده.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په افغانستان کې تر اوسه د دغه وزارت په لابراتورانو کې د کرونا د ویروس د ناروغۍ ټولې ۳۹۰ مشکوکې پیښې ثبت شوي، چې د ۲۴ پیښو لابراتواري نتیجې مثبتې او د پاتې نورو ۳۶۶ پیښو یې منفي وې.

د دغه وزارت ویاند او سلاکار وايي، چې اوس مهال په لابراتوارونو کې ۳۰ نورې مشکوکې پیښې هم تر ازموینې لاندې دي، چې پایلې به یې ژر خلکو سره شریکې شي.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د کابل د مرکزي لابراتورونو سربیره د هرات په ولایت کې هم د کرونا د ویروس د ناروغۍ د تشخیص لابراتواري مرکز کار پیل کړی دی.

دمخه به د کرونا مشکوکو پیښو نمونې له هرات څخه کابل ته راوړل کیدلې، چې نتیجو اعلان به یې وخت اخیست.

د عامې روغتیا وزارت وايي، په پام کې لري، چې د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې هم د دغې ناروغۍ د تشخیص لابراتواري مرکز ژر پرانیځي.

په افغانستان کې تراوسه د کرونا پر ناروغۍ اخته هیڅ ناروغ خپل ژوند له لاسه نه دی ورکړی.

د عامې روغتیا وزارت وايي، پر دغې ناروغۍ اخته لومړنی ناروغ په قرنطین کې د دریو اونیو د پاتې کیدو وروسته روغ شوی او خپلې کورنۍ ته ستون شوی دی.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي، تراوسه په دغه هیواد کې دننه د کرونا ناروغي په خلکو کې نه ده خپره شوې او پر دغې ناروغۍ اخته ناروغان ټول له ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG