د لاس رسي وړ اتصالات

مۍ میاشت کې نږدې ۲۰۰ ملکي افغانان وژل شوي - راپور


د ملکي وګړو د خوندیتوب د څار ډلې وايي، په افغانستان کې ځانمرګي بریدونه، د سړک د غاړې چاودنې او هوايي بمبارۍ تر ډیره د ملکیانو د مرګ ژوبلې سبب ګرځي
د ملکي وګړو د خوندیتوب د څار ډلې وايي، په افغانستان کې ځانمرګي بریدونه، د سړک د غاړې چاودنې او هوايي بمبارۍ تر ډیره د ملکیانو د مرګ ژوبلې سبب ګرځي

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډلې " سي پي اې جي" د ملکي تلفاتو په اړه د تیرې مۍ د میاشتې په راپور کې ویلي، چې په دغه میاشت کې د اپریل د میاشتې پرتله افغانستان کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله دوه چنده زیاته شوې وه .

د " سي پي اې جي" ډلې په دغه راپور کې، چې د یکشنبې په ورځ ( غبرګولي ۱۲ مه) یې خپور کړی ویلي، چې د تیرې میلادي میاشتې په ملکي تلفاتو کې ډیر شمیر ماشومان هم شامل وو.

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډلې ویلي، چې د تیرې مۍ په میاشت کې د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې ۵۲۹ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوړیدلې ده.

د دغې ډلې د شمیرنو له مخې په دغه میاشت کې ۱۸۹ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۴۰ نور ټپیان شوي دي.

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ د راپور له مخې د اپریل په میاشت کې په ۱۴ ولایتونو کې ۱۲۵ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۴۷نور ټپیان شوي وو.

د ملکي وګړو د خوندیوب او عدالت غوښتنې د ډلې رئیس عزیز احمد تسل امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د تېرو میاشتو په پرتله د مۍ په میاشت کې ماشومانو ته تر ټولو ډېره مرګ ژوبله اوښتې چې په دغه میاشت کې۳۴ ماشومان وژل شوي او ۳۸نور ټپيان شوي دي.

ښاغلي تسل وویل " تېره میاشت د ۱۴ مېرمنو د شهادت او ۱۱ د ټپي کیدو پيښې هم ثبت شوې دي چې دغه شمېره هم د تېرې میاشتې پرتله لوړه ده".

سږکال د روژې د میاشتې ډیره برخه د مۍ په میاشت کې وه.

ښاغلي تسل وویل " که څه هم تمه کېده چې روژه کې به جګړه کې ښکېلې خواوې د جګړو شدت کم کړي خو د ولس د توقع خلاف جګړو زور واخیست او بد بختانه د ملکي تلفاتو کچه هم پکې د پام وړ لوړه شوه".

" سي پي اې جي" ډلې د ثبت شوو پیښو له مخې ویلي، چې تیره میاشت د ماین چاودنو، ځانمرګو بریدونو او هدفي وژنو له امله ۲۶۰ ملکیانو ته مرګ ژوبله رسیدلې ده، چې ورپسې د هوايي بریدونو له امله ۶۸ ملکیانو ته مرګ ژوبله رسیدلې ده.

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډله د تیرو شاوخوا دریو کلونو راهیسې هره میاشت د ملکي وګړو د ژوند د خوندیتوب په اړه راپورونه خپروي.

د دې ډلې سربیره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر " یوناما" هم د ۲۰۰۹ کال راهیسې په افغانستان کې په جګړه کې د ملکي وګړو د خوندیوب په اړه خپل درې میاشتنې راپورونه خپروي.

XS
SM
MD
LG