د لاس رسي وړ اتصالات

سپین غر زمریانو او امو نهنګانو بیا لوبې وګټلې


د سپین غر بازان تراسه د جدول په سر کې او د بست ساتونکي د جدول په اخره کې دي.
د سپین غر بازان تراسه د جدول په سر کې او د بست ساتونکي د جدول په اخره کې دي.

په کابل کې د جمعې د ورځې په دوو سیالیو کې د سپین غر زمریانو او امو نهنګانو لوبې وګټلې.

د سپین غر زمریانو د پچې له ګټلو وروسته د بست ساتونکو لوبډله توپوهنې ته وروبلله.

بست ساتونکو په ۲۰ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په مټ سپین غر زمریانو ته د ۱۶۹ منډو هدف ورکړ چې سپین غر بازانو په وروستي اور کې پوره او لوبه یې وګټله.

د بست ساتونکو په لوبډلې کې منیر احمدي ۶۹ او په سپین غر زمریانو کې بیا شبیر نوري ۶۹ منډې وکړې؛ شبیر نوري د لوبې غوره لوبغاړ شو.

دویمه لوبه

په دويمې سیالۍ کې بیا د امو نهنګانو پچه وګټله او کابل بازانو ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه. د کابل بازانو د شهزاد د ۶۲ منډو په مټ په ۲۰ اورونو کې مخالفې لوبډلې ته د ۱۴۱ منډو هدف ورکړ.

خو، د امو نهنګانو دغه هدف په اتلسم اورو کې پوره کړ او لوبه یې وګټله؛ جاوید احمدي ۳۶ منډې وکړې او توپ اچونه يې هم کړې، د لوبې غوره لوبغاړی شو.

د شپږیزې پایله او جدول

تر دې دمه د سپین غر زمریانو په څلورو لوبو کې درې ګټلې او لومړی دی؛ ورپسې د کابل بازان دي چې په څلورو لوبو کې يې دوه ګټلې او دویم مقام لري.

د بند امیر ښارمارانو په دریو کې د دوو لوبو په ګټلو درېیم او د امو نهنګانو په څلورو لوبو کې د دوو په ګټلو سره څلورم دي.

د مس عینک لوبډلې په دریو لوبو کې یوه ګټلې او پنځم مقام لري خو، د بست ساتوونکو بیا په خپلو دریو لوبو کې درې واړه بایللي دي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG