د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې هالند ته سخته ماتې ورکړه


ځوان لوبغاړی نجیب ځدران. عکس .د کرکټ نړیواله شورا
ځوان لوبغاړی نجیب ځدران. عکس .د کرکټ نړیواله شورا

د کال ٢٠١٦ د کرکټ د شل اوریز جام لپاره په سکاټلینډ او ایرلینډ کې د غوراوي د سیالیو نن لومړۍ ورځ وه چې په لومړۍ سیالۍ کې کوربه هیواد سکاټلینډ متحده عربي اماراتو ته ماتې ورکړه.

په دویمه سیالۍ کې افغانستان د هالینډ د کرکټ ټیم سره مخامخ و. هالینډ د لوبې پچه وگټله او افغانستان ته ېې د توپ وهنې بلنه ورکړه. د افغانستان له لوري د سر دوه لوبغاړي محمد شهزاد او کپتان اصغر ستانکزی د لوبې په لومړیو اورونو کې وسوزیدل. شهزاد او ستانکزي دواړو دوه دوه منډې وکړې.

افغانستان په خپل گروپ کې د شپږو ملکونو سره مخامخ کیږي
افغانستان په خپل گروپ کې د شپږو ملکونو سره مخامخ کیږي

خو بیا وروسته د نوروز منگل، سمیع الله شینواري،محمد نبي د مسولیت نه ډکې لوبې د منډو رفتار پرمخ روان کړو او ټیم ته ېې ملا وتړله. نورزو منگل چې د ډیر وخت نه ېې په توپ وهنه کې مشکلات درلودل. نن ېې نهه ویشت منډې وکړې. همداراز محمد نبي هم د کپتانۍ د پریښودو نه پس بیرته خپله عادي لوبه وښوده او دوه شپږیزو سره ېې ٣٣ منډې وکړې. سمیع الله شینواري یو ځل بیا خپله وړتیا ثابته کړه او د ټیم په غښتلتیا کې یې خپله ونډه ادا کړه او ۴۴ منډې ېې وکړې.

خو د لوبې زړه پورې برخه د ځوان لوبغاړي نجیب ځدران لوبه وه چې فقط په ١١ توپونو کې ٣٣ منډې وکړې. هغه د هالینډ په ټیم پرله پسې گزارونه وکړل او څلور شپږیزې ېې ووهلې. نجیب سره شفیق الله شفق هم شپږیزو کې مرسته وکړه او ١٣ ناسوزیدلې منډې ېې په درې توپونو وکړې.

افغانستان لخوا هالینډ ته ١٦٣ منډو هدف ورکړل شو. نو د هالینډ د سر لوبغاړو سوراټ او کوپر هڅه وکړه چې هدف تقیب کړي او شپږو اورونو کې ېې ٥٠ منډې هم وکړې. خو بیا د افغانستان د کرکټ په ټیم کې شامل شوي ځوان لوبغاړي شرف الدین اشرف په خپله لومړۍ لوبه کې خپل مهارت وښود او د هالینډ مهم درې لوبغاړي وسوزل. د شرف الدین نه علاوه دولت ځدران هم د هالینډ درې وکټې واخیستې. محمد نبي دوه او حمید حسن یوه وکټ واخیسته. دې وکټو کې درې د شهزاد په لاس د وکټو شاته سټمپ اوټ او یو کیچ اوټ هم شامل دی.

دافغانستان د کرکټ په ملي ټیم کې دواړه تجربه لرونکي او ځوان لوبغاړی شامل دي عکس. د افغانستان کرکټ بورډ.
دافغانستان د کرکټ په ملي ټیم کې دواړه تجربه لرونکي او ځوان لوبغاړی شامل دي عکس. د افغانستان کرکټ بورډ.

افغانستان د لوبې په اخري اوور کې د هالینډ ټول ټیم وسوزه او لوبه ېې د ٣٢ منډو په توپیر وگټله. د لوبې غوره لوبغاړی شرف الدین اشرف اعلان شو،چا چې د مقابل ټیم د پرمختگ مخه ونیوله.

افغانستان دې سره ېې په خپل گروپ کې لومړۍ بریا ترلاسه کړه. د جمعې په ورځ ېې بله سیالي د متحده عربي اماراتو سره ده. افغانستان به دې سیالیو کې په خپل گروپ کې د شپږو ټیمونو سره مقابله کوي او هڅه به کوي چې ټورنامنټ د ١۴ ټیمونو په جم کې اولو شپږو کې راشي او بل کال مارچ کې په هند کې کیدونکي د کرکټ شل اوریز جام کې ځانته ځای خوندي کړي.

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG