د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان له زمبابوې سره سیالیو ته لوبډله اعلان کړه


د افغانستان کرکټ ملي ټیم به د ډسمبر د ٢٥ نېټې نه شارجه کې د زمبابوې د ملي ټیم سره د پنځو یو ورځنیو او دوه شل اوریزو سیالیو لړۍ پیل کوي.

دا به لومړی ځل وي چې افغانستان د کرکټ د نړیوالې شورا د بشپړ غړیتوب لرونکي هېواد خلاف د یوې نه زیاتې سیالیو کوربه کیږي.

دې نه وړاندې افغانستان شارجه کې د پاکستان او اسټرالیا سره د دوه یو ورځنیو او یوې شل اوریزې سیالۍ کوربه و.

افغانستان په لومړي ځل زمبابوې غوندې د اولې درجې ټیم ته په دواړو یو ورځنیو او شل اوریزو سیالیو کې ماتې ورکړې چې دا د کرکټ په تاریخ کې اول ځل و چې د دویمې درجې یو کرکټ ټیم د اولې درجې ټیم ته د کرکټ په اصطلاح سیریز کې ماتې ورکوي.

اوس افغانستان د زمبابوې کوربه کیږي او دا سیالۍ چې ټولې به د شارجې په کرکټ میدان ترسره کیږي،د افغانستان د کرکټ بورډ په وینا د نړیوالو تلویزوني شبکو دلارې به په ژوندۍ بڼه هم ښودل کیږي.

شاهپور ځدران د اماراتو د ویزې د نه لرلو په وجه له ټیمه پاتې دی.
شاهپور ځدران د اماراتو د ویزې د نه لرلو په وجه له ټیمه پاتې دی.

​د افغانستان کرکټ بورډ د دې سیالیو دپاره د یوویشت لوبغاړو یو نوملړ خپور کړیدی چې د ملي ټیم، د نولس کلن ټیم او الف ټیم تجربه لرونکي او جذبه لرونکي لوبغاړي شامل دي.

په لوبغاړو کې شاهپور ځدران نشته چې د کرکټ بورډ په وینا تر اوسه ېې د ویزې مشکل نه دی حل شوی او حمید حسن يې په دې هدف نه دی اخیستی چې غواړي د اسیا جام د غوراوي سیالیو او د کرکټ د شل اوریز نړیوال جام دپاره تیار واوسي.

د ټیم کپتان اصغر ستانکزی دی چې د یو ورځنیو او شل اوریزو دواړو ټیمونو مشري به کوي، ورسره محمد نبي عیسي خیل، نوروز منگل، شهزاد محمدي، سمیع الله شینواري، میرویس اشرف، دولت ځدران ،نور علي ځدران او کریم صادق غوندې تجربه لرونکي لوبغاړي دي.

د افغانستان د کرکټ ټیم روزونکي انضمام الحق وايي چې غواړي ټیم ېې پرمختگ وکړي
د افغانستان د کرکټ ټیم روزونکي انضمام الحق وايي چې غواړي ټیم ېې پرمختگ وکړي

د شل اوریزو سیالیو دپاره بیا گلبدین نایب، شفیق الله شفق،نجیب ځدران،عثمان غني او نواز خان غوندې برجسته لوبغاړي اخیستل شوي.

ځوان لوبغاړو کې حشمت شهیدي، حمزه هوتک،سید احمد شېرزاد،روښان بارکزی،راشد ارمان او یامین احمدزي د نولس کلنو لوبغاړو او الف لوبډلې نه اخیستل شوي.

د افغانستان دکرکټ د ملي ټیم روزونکی انضمام الحق وايي چې دی غواړي چې د افغانستان ملي ټیم زمبابوې ته پرله پسې دویم ځل هم ماتې ورکړي او نړۍ ته وښيي چې افغانستان د اولې درجې د کرکټ ټیمونو سره د لوبو صلاحیت او طاقت لري.

د افغانستان د کرکټ بورډ اجرایوی ریس شفیق ستانکزی وايي چې د لوبغاړو دپاره د انتخاب ډلې ډېر دقت نه کار اخیستی او هیله ده چې لوبغاړي به میدان کې هم ښه وځلیږي او هیواد والو ته به د بري زیري راوړي.

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG