د لاس رسي وړ اتصالات

افغان کرکټ لوبډلې یو میاشتنی روزنیز کمپ پیل کړ


دغه کمپ نن د کابل نړیوال کرکټ لوبغالي کې پیل شو.
دغه کمپ نن د کابل نړیوال کرکټ لوبغالي کې پیل شو.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې ملي لوبغاړو ته یې د راتلونکو سیالیو د چمتوالي په موخه یو میاشتنی روزنیز کمپ پیل کړ.

د کرکټ بورډ په اعلامیې کې چې نن یکشنبه جون اوومه (غبرګولی ۱۸) خپره شوې ویل شوي، ددې لپاره چې لوبغاړي په کروناویروس اخته نشي یو لړ لارښوونې هم په نظر کې نیسي.

خبرپاڼې کې راغلي: "په دغه کمپ کې به د کرونا ویروس پر وړاندې د کرکټ نړیوالې شورا، د روغتیا نړیوال سازمان او د افغاننستان روغتیا وزارت لارښوونې او روغتیايي اصول مراعات شي."

کرکټ بورډ وايي چې د کرونا د مخنیوي لپاره لوبغاړو ته پوهاوی هم ورکړل شوی دی.

دغه کمپ نن د کابل نړیوال کرکټ لوبغالي کې پیل شو.

د کرونا ویروس د خورېدو او نړۍ کې د ورزشي لوبو ځنډېل د کرکټ لوبې هم ټکنۍ کړې.

افغانستان کې هم د کرکټ لوبې او کمپونه ودرول شول خو د لومړي ځل لپاره تېره اونۍ کرکټ بورډ اعلان وکړ چې اسټرالیا سره د روان کال په نوامبر میاشتې کې ټېسټ لوبه کوي.

XS
SM
MD
LG