د لاس رسي وړ اتصالات

حمید حسن بیا لوبو کې ګډون کوي


حمید حسن د پښې د تکلیف له کبله په هند کې درملنه کوي
حمید حسن د پښې د تکلیف له کبله په هند کې درملنه کوي

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم مشهور توپ اچونکی لوبغاړی حمید حسن چې د تیرو څو کلنو نه د پښې تکلیف ورته پیښ دی او تیرو ورځو کې هم د تداوۍ دپاره هند ته تللی و، دا وخت د کرکټ د ملي ټیم سره په سکاټ لینډ کې مل شویدی.

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم په سکاټ لینډ او ایر لینډ کې د کرکټ د راتلونکی شل اوریز نړیوال جام دپاره د غوراوي په سیالیو کې گډون کوي او د جولايي په نهمه ېې لومړۍ سیالي د هالینډ سره ده.

حمید حسن دا خبرې د سکاټ لینډ نه د ټیليفوني تماس په ترڅ کې د امریکا غږ آشنا راډیو د خبریال مطیع الله عابد سره په خبرو کې کړې کړیدي.حمید حسن وايي چې د پښې تکلیف ېې لا هم یو اندازه شته،خو چې ملي ټیم ته ېې ضرورت وي نو دی به مهمو لوبو کې برخه واخلي او کوشش به وکړي چې د خپل درد سره سره د ټیم په درد وخوري. هغه د خپلو مینه والو نه غوښتي چې د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم د بریا او د ده د روغ صحت دپاره دعاگانې وکړي.

please wait

No media source currently available

0:00 0:06:14 0:00
مستقیمه لیکه

XS
SM
MD
LG