د لاس رسي وړ اتصالات

په نړیوال المپیک کې د کرکټ د شاملولو هڅې گړندۍ شوي


د کرکټ د ورزش لنډې سیالۍ چې د شل اوریزو په نامه شهرت لري همدا اوس د آسیایي المپیک په لوبو کې شاملې شوي دي.
د کرکټ د ورزش لنډې سیالۍ چې د شل اوریزو په نامه شهرت لري همدا اوس د آسیایي المپیک په لوبو کې شاملې شوي دي.

د کرکټ نړیواله شورا یا ICC د هغو لارو چارو په لټه بوخته ده چې د دوبي د المپیک په نړیوالو سالیو کې د کرکټ د ورزش د شاملیدو پر وړاندې موجود خنډونه لېرې کړي.

د کرکټ نړیوالې شورا د یکشنبې په ورځ وویل چې د نړیوال المپیک د کمیټې له چارواکو سره د مثبتو خبرو وروسته به د دوبي په نړیوال المپیک کې د کرکټ د شاملیدو په وړاندې د موجود مشکلاتو د رفع کولو لپاره لارې چارې ولټوي.

د کرکټ د نړیوالې شورا اجرائیه رئیس ډیویډ ریچاردسن او د کرکټ عمومي رئیس جیف الاردیس د المپیک په لوبو کې د کرکټ د شاملیدو په مقصد د سویس په لوزان کې د نړیوال المپیک له رئیس توماس باخ سره وکتل.

د کرکټ د ورزش لنډې سیالۍ چې د شل اوریزو په نامه شهرت لري همدا اوس د آسیایي المپیک په لوبو کې شاملې شوي دي. په ٢٠١٠ کې د چین په گوانجو او په ٢٠١۴ کې د جنوبي کوریا د انچوین د المپیک سیالیو کې کرکټ هم شامل و، خو دا هڅې چې دا ورزش د نړیوال المپیک په پروگرام کې شامل کړای شي لا نتیجې ته نه دي رسیدلي.

د رپوټونو له مخې یو شمیر نور ورزشونه هم غواړي چې د ٢٠٢۴ کال د المپیک په نړیوالو لوبو کې شامل کړای شي. که موافقه وشي نو ښایي چې د کرکټ ورزش به هم په المپیک د شل اوریزو سیالیو په بڼه برخه واخلي.

د کرکټ نړیواله شورا په ١٩٠٩ کال کې د کرکټ د شاهنشاهي کنفرانس په نامه رامنځ ته شوه، چې انگلیستان، استرالیا او جنوبي افریقا یې غړي وو.

په ١٩٦٥ کال کې دا شورا د کرکټ د نړیوال کنفرانس په نامه او بیا په کال ١٩٨٩ کې د کرکټ د نړیوالې شورا په نامه ونومول شوه چې اوس په لسگونو اوله، دوهمه او دریمه درجه غړي لري. افغانستان د کرکټ د نړیوالې شورا د دوهمې درجې هیوادونو مخکښ دی.

XS
SM
MD
LG