د لاس رسي وړ اتصالات

د هند یو لوبغاړي په کرېکټ کې نوی نړیوال ریکارډ جوړ کړ


روهېت شرما په ۱۷۳ توپونو د ۳۳ څلوریزو او نهو شپږیزو په مټ ۲۶۴ رنزونه وکړل، او نړیوال ریګارډ یې مات کړ.
روهېت شرما په ۱۷۳ توپونو د ۳۳ څلوریزو او نهو شپږیزو په مټ ۲۶۴ رنزونه وکړل، او نړیوال ریګارډ یې مات کړ.

روهیت شرما له سریلنکا سره په یوې ورځنۍ نړیوالې لوبې کې ۲۶۴ رنزونه وکړل او په کرېکټ کې یې د ډېرو رنزونو نړیوال ریکارډ مات کړ او په دې توگه دی لومړنی لوبغاړی شو چې د کرېکټ په یوې ورځنیو نړیوالو لوبو کې ۲۶۴ منډې یا رنزونه کوي.

روهیت شرما دغه ریکارډ د پنجشنبې په ورځ د نومبر په ۱۳ نېټه د هند په کلکتې ښار کې له سریلنکا سره په یوې لوبې کې جوړ کړ.

ده په ۱۷۳ توپونو د ۳۳ څلوریزو او نهو شپږیزو په مټ ۲۶۴ رنزونه وکړل، ښاغلي شرما په ۲۰۱۳ کال کې د هند په بنګلور ښار کې د اسټرالیا خلاف په یوې بلې لوبې کې هم د ډېرو رنزونو ریکارډ جوړ کړی و چې۲۰۹ منډې وې، خو هومره نه وې چې د بل وتلي هندي لوبغاړي ورېندر سیواک ریکارډ مات کړي.

روهیت شرما د کرېکټ مشهورې وېیپاڼې کرېک انفو ته وویل "مهمه دا ده چې پوه شﺉ چې څومره منډې شوي دي، څومره اورونه شوي دي، د کوم توپ اچوونکي څومره اورونه پاتې دي. زما په فکر کله چې تاسو منډې جوړوﺉ نو همدغه خبرې ډېرې مهمې دي او ما همدا کار وکړ. "

روهیت شرما هیله وښوده چې همداسې یوه بله لوبه هم وکړي.

ښاغلي شرما ته له شاوخوا دوه میاشتني ځنډ وروسته نن په ملي لوبډلې کې د لوبېدو چانس ورکړل شوی و.

تر روهیت شرما وړاندې د هند بل مشهوره لوبغاړي ورېندر سیواک په ۲۰۱۱ کال کې یې د ویسټ انډیز په وړاندې یوې لوبې کې د ۲۱۹ رنزونو ریکارډ جوړ کړی و.

تر سیواک وروسته ډېرې منډې بیا هم د روهیت شرما دي چې ۲۰۹ دي، ورپسې د هند د بل افسانوي لوبغاړي سچن ټنډولګر ریکارډ دی چې ۲۰۰ رنزونه دي.

له ښاغلي ټنډولکر وروسته بیا د زمبابوۍ منډه جوړوونکي چارلس کوینټري په ۲۰۰۹ کال کې د بنګلدیش په خلاف یوې لوبې کې ۱۹۴ رنزونه وکړل او له څو کلونو وروسته یې د پاکستان د پخواني لوبغاړي سعید انور ریکارډ مات کړل.

ښاغلي انور په ۱۹۹۷ کال کې د هند په بنګلور کې د کوربه هېواد پر خلاف یوې لوبې کې ۱۹۴ رنزونه کړي و.

په لوبې کې هېڅ یو ریکارډ هم تلپاتی نه وي، خو ښايي د کرېکټ په یوې ورځنیو نړیوالو لوبو کې د هندي لوبغاړي روهیت شرما د ۲۶۴ رنزونو د ریګارډ ماتول ډېر وخت ونیسي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG