د لاس رسي وړ اتصالات

د کرکټ د ملي ټیم لوبغاړو د پولیو ضد کمپاین کې برخه واخیسته


د پولیو د عمومي کمپاین په دویېمه ورځ د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم لوبغاړو په کابل ښار کې ماشومانو ته د پولیو واکسین څاڅکي تطبیق کړل، دوی وایي، غواړي ټولې کورنۍ دې ته وهڅوي چې تر پنځو کلونو ښکته ټولو ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکړي.

د پولیو ضد واکسین کمپاین د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې یا یونسف په تخنیکي همکاري د عامې روغتیا وزارت له خوا د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې په لاره اچول شوی دی او ټاکل شوې چې په دې کمپاین کې څه د پاسه ۹ میلونه تر ۵ کلونو کم عمره ماشومان ته د پولیو واکسین تطبیق شي.

اصغر ستانکزی او حشمت شهیدي کور په کور گرځي او ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ورکوي
اصغر ستانکزی او حشمت شهیدي کور په کور گرځي او ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ورکوي

د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم دوه تنه لوبغاړي د کرکټ د ملي ټیم کپتان اصغر ستانکزی او لوبغاړی حشمت الله شهیدي د کابل ښار په دولسمه ناحیه کې کور په کور وګرځیدل او تر پنځو کلونو ښکته ماشومانو ته یې د پولیو ضد دوه څاڅکي واکسین ورکول.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې د همغږۍ د برخې مسئول کمال شاه امریکا غږ آشنا راډیو ته وویل چې، ماشومانو ته د پولیو واکسین د ورکولو په اړه معلومات د هر افغان دنده ده او ټول باید هڅهوکړي چې ددغې ناروغۍ د ناوړه راتلونکي په اړه کورنیو ته عامه پوهاوی ورکړي.

هغه وایي، د پولیو واکسین په دېعمومي کمپاین کې د افغانستان د کرکټ ملي ټیم لوبغاړي په داوطلبانه توګه راغلي تر څو پخپله ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکړي.

" دوی د افغانستان د خلکو اتلان دي، او په دې اساس به ډیر خلک وهڅول شي، ځکه دا د هر کس وظیفه ده چې د پولیو ناروغي په له منځه وړلو کې مرسته وکړي، نو له هم دې امله د کرکټ ملي ټیم لوبغاړي را وتلياو په دې کمپاین کې برخه اخلي. "

د کابل ښار د دولسمې ناحیې اوسیدونکی حاجي خلیل چې د پولیو واکسین له ټیمونه سره ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین په تطبیق کې مرسته کوي وایي، له داسې کورنیو سره مخ شوی چې خپلو ماشومانو ته یې د پولیو واکسین له تطبیق څخه انکار کولو.

" د واکسین له ټیم سره لو کورته ولاړم او واکسیناتور دروازه و ټکوله، کور والا ورته وویل چې زه واکسین نه کوم، ما ورته وویل، چې ولی ماشوم ته واکسین نه ورکوې؟ ایا تاسو یې کوم منفي اثر لیدلی؟ ایا کوم چا درته ویلي دي چې واکسین تاوان لري؟ بلاخره زما په خبرې قناعت وکړ او خپلو ماشومانوته یې د پولیو واکسین تطبیق کړ. "

د پولیو واکسین دپسرلني کمپاین په دویم پړاو کې ټاکل شوې ده چې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې ۹،۵ میلیونه تر پنځو کلونو ښکته ماشومانو ته د پولیو څاڅکې ورسوي.

دا په داسې حال کې ده چې د روغتیایي چارواکو په وینا، په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې د امنیتي ستونزو له امله بهیو شمېر ماشومان له واکسین څخه پاتې شي.

اصغر ستانکزی:د پولیو ضد څاڅکي د ماشومانو ژوند ساتي

د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم کپتان اصغر ستانکزي په افغانستان کې د پولیو ضد کمپاین کې برخه اخیستې او نن کابل کې کور په کور گرځیدلی او خلکو نه ېې غوښتي چې د پینځو کلنو نه کم عمر ماشومانو ته د پولیو د مرض نه د ساتنې دپاره د دوا څاڅکي ورکړي.

د کرکټ د ملي ټیم کپتان اصغر ستانکزي یوې ماشومې ته د پولیو واکسین ورکوي
د کرکټ د ملي ټیم کپتان اصغر ستانکزي یوې ماشومې ته د پولیو واکسین ورکوي

اصغر ستانکزی وايي چې خلکو چې په ډیره خوشالۍ خپل بچي له کورو را وویستل او زموږ په لاس ېې ورته د پولیو ضد واکسین څاڅکي ورکړل. هغه وویل چې موږ خلکو ته وویل چې د پوليو یا گوزڼ ضد څاڅکي ماشومانو ته هیڅ ضرر نه رسوي ،هغه دا هم وویل چې موږ هم ماشومتوب کې دغه څاڅکي اخیستي او نن دا دی د کرکټ په میدان کې د افغانستان دپاره لوبیږو.

هغه د امریکا غږ اشنا راډېو سره ځانگړې مرکه کې د ټولو افغانانو نه هیله وکړ چې پولیو ضد روان څلور ورځني پسرلني کمپاین نه گټه واخلي او خپل د پینځو کلنو کم عمر بچو نه د پوليو ضد دوا څاڅکي ورکړي او د خپلو بچو ژوند او اینده وژغوري.

please wait

No media source currently available

0:00 0:03:48 0:00
مستقیمه لیکه

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG