د لاس رسي وړ اتصالات

کرکټ: افغانستان د سریلانکا خلاف لوبې ته تیاری نیسي


سریلانکا سره لوبې دپاره د افغان ټیم لوبغاړو نن د بریزبن په ښار کې تمرینات وکړل.  
سریلانکا سره لوبې دپاره د افغان ټیم لوبغاړو نن د بریزبن په ښار کې تمرینات وکړل.  

په استرالیا کې د کرکټ په روان شل اوریز نړیوال جام کې افغانستان سبا سه شنبې د نومبر اوله (لړم لسمه) د سریلانکا سره مخامخ کیږي.

لوبه د کابل په وخت سهار ۸:۳۰ بجې پیلیږي. ددغه سیالۍ دپاره د کرکټ د ملي ټیم لوبغاړو نن د بریزبن په ښار کې تمرینات وکړل.

بل خوا، د افغانستان د کرکټ بورډ وايي، ددې لوبې دپاره یې د حضرت الله ځاځي پر ځای ګلبدین نایب ته په ټیم کې ځای ورکړی دی. کرکټ بورډ زیاته کړې چې ځاځي ته د تمرین پر وخت د عضلاتو او پوښتورګو درد پیدا شوی او د جام په پاتې لوبو کې ګډون نه کوي.

په روان جام کې نن آسترالیا آیرلنډ ته د ۴۲ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

تر دې مهاله د شویو لوبو په پایله کې، په لومړي ګروپ کې نیوزیلنډ او آسترالیا پنځه پنځه پواینټه لري او د ګروپ په سر کې دي. انګلستان او آیرلنډ درې درې پواینټه لري او په دې ګروپ کې دریم او څلورم ځای لري. سریلانکا او افغانستان له دوو دوو پاینټونو سره په خپل ګروپ کې پنځم او شپږم مقام لري.

په دوهم ګروپ کې جنوبي افریقا له پنځو پواینټونو سره لومړی، هند او بنګلدیش له څلورو څلورو پواینټونو سره دوهم او دریم ځای لري. زیمبابوې له دریو پواینټونو سره څلورم او پاکستان له دوو پواینټونو سره پنځم مقام لري. هالنډ تر اوسه هیڅ پوانیټ ندی ګټلی او د دوهم ګروپ په پای کې دی.

په دغه جام کې افغانستان تر اوسه یوازې انګلستان سره سیالي کړې چې د انګلستان په ګټه تمامه شوې وه. پاتې دوه سیالۍ چې د آیرلنډ او نیوزي لنډ سره وې او دواړه د باران له کبله لغوه شوې.

د جام په لومړي پړاو کې د افغانستان وروستۍ لوبه د جمعې په ورځ له آسترالیا سره ده.

XS
SM
MD
LG