د لاس رسي وړ اتصالات

د کرېکټ د نړیوال جام او سیالیو، تاریخ ته لنډه کتنه


اسټرالیا څلور وارې، ویسټ انډیز او هند دوه دوه وارې، پاکستان او سرېلنکا یو یو ځل نړیوال جام ګټلی دی، هند یې اوسنی اتل دی.
اسټرالیا څلور وارې، ویسټ انډیز او هند دوه دوه وارې، پاکستان او سرېلنکا یو یو ځل نړیوال جام ګټلی دی، هند یې اوسنی اتل دی.

د کرېکټ لومړنی نړیوال جام، ۱۹۷۵

د کرېکټ نړیوال جام سیالۍ په لومړي وار په ۱۹۷۵ کال کې په انګلېنډ کې وشوې چې اتو لوبډلو په کې برخه لرله. دغه سیالۍ له همدغه کال را وروسته په هرو څلورو کلونو کې یو وارې کېږي، لس وارې شوې او د ۲۰۱۵ کال سیالۍ یې ۱۱ وار دی.

په ۱۹۷۵ کال کې کرېکټ د ۶۰ اورونو لوبه وه، په دغه جام کې انګلېنډ، اسټرالیا، نیوزلېنډ، ویسټ انډیز، هند او پاکستان د کرېکټ د نړیوالې شورا د دایمي غړو په توګه، سریلنکا او ختیځه افریقا د دویمې درجې هېوادونو په توګه برخه اخیستي وه چې د جون په نهمه پیل په ۲۳ پای ته ورسېده.

د ۶۰ اورونو په کرېکټ کې سور بال لوبول کېده چې ویسټ انډیز په پایلوبه کې اسټرالیا ته په ۱۷ منډو ماتې ورکړه او د کرېکټ د نړیوال جام لومړنی اتل شو.

ویسټ انډیز ۲۹۱ منډې وکړې او د اسټرالیا لوبډله یې په ۲۷۴ کې وسوځېدله.

دویم جام، ۱۹۷۹

د کرېکټ د دویم نړیوال جام سیالۍ په ۱۹۷۹ د جون په نهمه پيل او په ۲۳ ختمې شوې چې بیا هم انګلېنډ یې کوربه و.

په دغه جام کې بیا هم لوبډلې اته وې او بیا یې هم ویسټ انډیز اتل شو، خو دا وارې یې په پایلوبې کې کوربه انګلېنډ ته په ۹۲ منډو ماتې ورکړه، ویسټ انډیز په ۶۰ اورونو کې ۲۸۶ منډې وکړې او د انګلېنډ ټوله لوبډله یې ۱۹۴ منډو وسوځوله.

په دغه جام کې د ختیځې افریقا په ځای دا وارې کاناډا ولوبېدله، خو په دریو لوبو کې یې یوه هم و نه ګټله.

درېیم جام، ۱۹۸۳

بیا هم انګلېنډ د سیالیو کوربه و چې د جون د میاشتې په ۹ پیل او په ۲۳ پای ته ورسېدې. زمبابوۍ په لومړي ځل په نړیوال جام کې د لوبېدو تجربه وکړه خو په شپږو لوبو کې یې یوه لوبه وګټله.

هند د نړیوال جام درېیم اتل شو، هند په پایلوبه کې ۱۸۳ منډې وکړې خو د ویسټ انډیز ټوله لوبډله یې په ۱۴۰ منډو وسوځوله او د اتلولۍ جام یې پورته کړ.

څلورم جام، ۱۹۸۷

د کرېکټ د څلورم نړیوال جام سیالۍ په هند او پاکستان کې وشوې، لوبډلې هماغه اته وې، خو د لوبې اورونه له ۶۰ څخه ۵۰ ته کم شول. دغه سیالۍ د اکتوبر په اتمه پيل او د نومبر په اتمه ختمې شوې، چې اسټرالیا په کې په لومړي ځل نړیواله اتلولي وګټله.

اسټرالیا په پایلوبې کې انګلېنډ ته د ۲۷۳ منډو هدف ورکړ خو انګلېنډ دغه لوبه اسټرالیا ته په اوو منډو وبایلله.

پنځم جام،۱۹۹۲

اسټرالیا او نیوزلینډ د کرېکټ د پنځم نړیوال جام د سیالیو کوربانه، چې پاکستان په کې اتل شو.

جنوبي افریقا په لومړي ځل په نړیوال جام کې ولوبېده، دا وارې نهو لوبډلو له یوبل سره سیالۍ وکړې چې اووه یې د نړیوالې شورا دایمي یا د ټسټ لوبو امتیاز لروونکي او دوه یې د دویمې درجې هېوادونه وو.

پاکستان په پایلوبې کې انګلېنډ ته ۲۴۹ منډې وکړې خو د انګلېنډ ټوله لوبډله په ۲۲۷ وسوځېدله او پاکستان نړیواله اتلولي یې وګټله.

شپږم جام، ۱۹۹۶

هند، پاکستان او سريلنکا د دغو سیالیو کوربانه و چې سریلنکا یې اتله شوه.

په دغو سیالیو کې ۱۲ هېوادونو برخه اخیستې وه چې لس یې د کرېکټ د نړیوالې شورا دایمې غړي او څلور یې بیا د دویمې درجې هېوادونه وو. کینیا، متحده عرب امارات او هالېنډ په لومړي ځل په نړیوال جام کې ولوبېدل، متحده عرب امارات او کینیا په پنځو لوبو کې یې یوه-یوه وګټله.

په پایلوبې کې سرېلنکا له اسټرالیا سره مخامخ شوه، اسټرالیا ۲۴۱ منډې وکړې خو سرېلنکا په ۴۷ اور کې دغه هدف پوره او د کرېکټ نړیوال جام یې وګاټه.

اووم جام، ۱۹۹۹

انګلېنډ، سکاټلېنډ، ایرلېنډ او هالېنډ د دغو سیالیو کوربانه و. په سیالیو کې بیا هم ۱۲ لوبډلې وې، خو دا وارې بنګلدېش او سکاټلېنډ په کې هم ولوبېدل، متحده عرب امارات او هالېنډ دغو سیالیو ته لاره ونکړاې شوه.

پایلوبې ته پاکستان او اسټرالیا ووتل، پاکستان ډېره خرابه لوبه وکړه، په ۳۹ اورونو کې یې ټوله لوبډله وسوځېدله او ۱۳۲ منډې وکړې چې اسټرالیا په اسانۍ سره په ۲۱ اور کې پوره او د کرېکټ نړیوال جام پورته کړ.

اتم جام، ۲۰۰۳

جنوبي افریقا، کینیا او زمبابوۍ د دغو سیالیو کوربانه وو چې دا وارې په کې ۱۴ لوبډلې ولوبېدې. نمېبیا په کې په لومړي ځل د لوبېدو چانس ترلاسه کړ، هالېنډ، کاناډا او بنګلدېش د دغو سیالیو درې نور وروستي ټیمونه وو. دغه سیالۍ د فبرورۍ په نهمه پيل او د مارچ په ۲۳ پای ته ورسېدې.

اسټرالیا په پایلوبې کې هند ته په ۱۲۵ منډو ماتې ورکړه او په دویم وار یې نړیواله اتلولي وګټله. اسټرالیا ۳۵۹ منډې وکړې خو د هند ټوله لوبډله ۲۳۴ منډو وسوځېدله.

نهم جام، ۲۰۰۷

ویسټ انډیز د دغو سیالیو کوربه و چې د مارچ په ۱۳ پېل او د اپریل په ۲۸ پای ته ورسېدې. دا وارې په نړیوال جام کې ۱۶ لوبډلې ولوبېدې، چې ایرلېنډ او برمودا په کې په لومړي وار د لوبېدو چانس ترلاسه کړی و.

هالېنډ، سکاټلېنډ، کاناډا او نمبېبیا د دغو سیالیو څلور نور وروستي ټیمونه وو.

اسټرالیا له سرېلنکا سره پایلوبه وکړه، د موسم د خرابوالي له کبله د لوبې اورونه له ۵۰ څخه ۳۸ ته راکم شول، اسټرالیا سرېلنکا ته د ۲۸۱ منډو هدف ورکړ، خو سرېلنکا یوازې ۲۱۵ منډې وکړې او په دې ترتیب اسټرالیا په درېیم پرلپسې ځل، نړیوال جام وګاټه.

لسم جام، ۲۰۱۱

د کرېکټ د لسم جام سیالۍ په هند، سرېلنکا او بنګلدېش کې وشوې او ۱۴ هېوادونو په کې برخه واخیسته چې ایرلېنډ، هالېنډ، کاناډا او کینیا یې د کرېکټ د نړیوالې شورا د دویمې درجې ټیمونه وو.

په پایلوبې کې هند له سرېلنکا سره مخامخ شوه. سرېلنکا په ۵۰ اورونو کې هند ته د ۲۷۴ منډو هدف وټاکه، خو هند په ۴۹ اور کې دغه هدف ترلاسه او په خپل کور کې دننه یې د کرېکټ لسم جام وګاټه.

۱۱ جام، ۲۰۱۵

د کرېکټ د نړیوالې شورا را روان یوولسم جام په اسټرالیا او نېوزلېنډ کې کیږي چې ټولټال ۱۴ هېوادونه په کې برخه لري.

افغانستان په کې په لومړي ځل د لوبېدو چانس ترلاسه کړی دی.

اېرلېنډ، سکاټلېنډ او متحده عرب امارات د کرېکټ د نړیوالې شورا د دویمې درجې درې نور هېوادونه دي چې په دغو سیالیو کې لوبیږي.

دغه سیالۍ د فبروۍ په ۱۴ پیلیږي او د مارچ ۲۹ پای ته رسېږي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG