د لاس رسي وړ اتصالات

د کرېکټ په نړیوال جام کې کومه لوبډله چېرته ده


دا د کرېکټ د نړیوالو سیالیو یوولسم جام دی.
دا د کرېکټ د نړیوالو سیالیو یوولسم جام دی.

د کرېکټ د ۲۰۱۵ کال په نړیوال جام کې ټولې لوبډلې په دوو ګروپونو وېشل شوي دي. له اسټرالیا سره په الف ګروپ کې نیوزلېنډ، انګلېنډ، سرېلنکا، بنګلدېش، افغانستان او سکاټلېنډ دي.

په ب ګروپ کې جنوبي افریقا، هند، پاکستان، ویسټ انډیز، زمبابوۍ، اېرلېنډ او متحده عربي امارات دي.

اسټرالیا: دغه هېواد څلور وارې د کرېکټ نړیوال جام ګټلی دی او دا وارې هم د دغه جام ممکنه ګټوونکی بلل کیږي. اسټرالیا، د پیاوړ منډه جوړوونکو لکه ډیویډ وارنر، فینچ، میکل کلارک، سمیت، مکسویل او ځینو نورو الراونډرانو په مرسته هرې لوبډلې ته لوړ هدف ټاکلی او لوړ هدف ترلاسه کولی شي. اسټرالیا لکه جانسن او سټارک غوندي پیاوړي بالران هم لري چې ښايي ډېرو ټیمونو ته سرخوږی جوړ کړي.

د اسټرالیا په اړه وار د مخه وړاندوینې کیږي چې ښه لوبډله لري، خپل نندارچیان او خپلو مېدانونو کې لوبې او شاید د اتلولۍ د ګټلو ډېر چانس ولري.

نیوزلېنډ: نېوزلېنډ تر دې دمه د اتلولۍ کوم نړیوال جام نه دی ګټلی، خو د دوي وروستیو لوبو ته په کتو چې له پاکستان او سرېلنکا څخه یې سېرېزونه وګټل، د ډېرو سترګې وراووښتي. نېوزلېنډ تر پخوا اوس یوه ډېره مناسبه او متوازنه لوبډله لري په ځانګړي ډول د ځینو نویو بالرانو او الراونډرانو په راتګ سره نیوزلېنډ ډېر غښتلی شوی دی. دوی هم په خپل کور او د خپلو نندارچیانو له ملاتړ په برخمنو مېدانونو کې لوبې کوي.

نېوزلېنډ د ۲۰۱۵ کال د نړیوال جام او خپل ګروپ یوه پیاوړې لوبډله بلل کیږي چې ښايي له اسټرالیا سره د ورلډکپ پایلوبې ته ووځي.

انګلېنډ: که څه هم دغه هېواد د کرېکټ بنسټ اېښودوونکی دی خو، لا تر دې دمه یې د ۵۰ اورونو کوم نړیوال جام نه دی ګټلی . انګلینډ د کرېکټ د نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې لومړی مقام لري. د انګلېنډ اوسنۍ لوبډلې ته ځینې نوې او ځوانې څېرې راوستل شوي دي. د انګلېنډ توپوهنه او توپ اچونه دواړه ښه بلل کېږي، خو ډېر کله ورسره بخت یاري نکوي، په ۲۰۱۱ کال اېرلېنډ انګلېنډ ته حېرانوونکې ماتې ورکړې او تر نړیوال جام مخکې بنګلدېش هم ماتې ورکړې وه. ښايي نیمه پایلوبه د انګلېنډ د دغه نړیوال جام د سفر وروستی پړاو وي.

سرېلانکا: د ۱۹۹۶ کال د نړیوال جام دغه اتله لوبډله په دې وروستیو کې ښه لوبېدلې نه ده او نیوزلېنډ پرلپسې ماتې ورکړې، چې د وروستیو ماتو فشارونه یې په نړیوال جام کې هم احساس شي. که له سریلانکا سره چانس او بخت یاري وکړي ښايي نیمه پایلوبې ته ووځي.

بنګلدېش: دغه هېواد له څو کلونو راهیسې د کرېکټ د نړیوالې شورا دایمي غړی دی، خو له پیاوړ لوبډلو سره یې لوبې او سیالۍ هومره ښې نه وې. افغانستان په ۲۰۱۴ کال په خپل کور کې ته ماتې ورکړه.

بنګلدېش د الف ګروپ نسبتاً کمزورې لوبډله بلل کیږي چې ښايي د سیالیو اتو غوره لوبډلو پړاوو ته هم لاره ونشي کړی.

افغانستان: افغانستان چې د کرېکټ د نړیوالې شورا د دویمې درجې هېوادونو په کتار کې راځي ، د کرېکټ په تاریخ کې په لومړي ځل د ۵۰ اورونو په نړیوال جام کې د لوبېدو چانس ترلاسه کړی دی. د حمید حسن په بېرته راتګ، دولت ځدران، شاپور ځدران او کپټان نبي په شتوالي کې د افغانستان توپ اچوونه تر ډېرو نورو لوبډلو غښتلې ده، خو افغانستان تل په توپوهنه کې ستونزه لري.

د احساساتو او له افغان لوبډلې سره د مینوالو له مینې وراخوا، ښايي افغانستان په ډېرې ستونزې سره په خپل ګروپ کې پنځم مقام ترلاسه کړي.

سکاټلېنډ: د نړیوالې شورا د دویمې درجې هېوادونو په کتار کې دی او څو وارې یې په نړیوالو جامونو کې لوبېدلی دی. سکاټلېنډ د خپل ګروپ تر ټولو کمزوری لوبډله بلل کیږي او ښايي د ګروپ وروستی لوبډله هم وي او هېڅ یوه لوبه هم و نه ګټي.

د نړیوال جام ب ګروپ

جنوبي افریقا: دا هغه لوبډله ده چې له کلونو کلونو راهیسې په نړیوال جام کې لوبیږي خو یو وارې یې هم دغه جام پورته نکړ. د هاشم امله، اې بي ډیویلرز، فاف ډوپلسسی، سټین، مورکل او عمران طاهر په شتوالي کې د دغې لوبډلې توپوهنه او توپ اچونه دواړه غښتلي دي. ښايي نیمه پایلوبې ته ووځي او که بخت ورسره لږه نوره یاري هم وکړي، ښايي فاینل ته هم ووځي.

هند: د ۲۰۱۱ کال د نړیوالو سیالیو اتله لوبډله ده، دوي په دې وروستیو کې ښه ځلېدلي نه دي او داسې ښکاري چې د هند لوبډله له یو ډول رواني فشار سره مخامخ ده خو په خپل ګروپ کې یې هومره پیاوړې لوبډلې نشته. ښايي په ډېرې ستونزې نیمه پایلوبو ته ووځي.

پاکستان: دغه هېواد په ۲۰۱۱ کال نړیوال جام کې په نیمه پایلوبې کې هند ته وبایلله خو، د لوبډلې اوسنی جوړښت او وروستیو سیالیو ته په کتو داسې ویل کیږي چې پاکستان له ډېرو ستونزو سره مخامخ وي.

دوی په دواړو برخو توپوهنې او توپ اچونې کې ستونزې لري، پاکستان به د اتو غوره لوبډلو په ډلې کې راشي، خو د وړاندې تګ چانس یې ډېر کم لېدل کیږي.

ویسټ انډیز: همدوی د کرېکټ لومړنی او دویم نړیوال جامونه ګټلي، خو اوس یې هاغه زور او شور نه دی پاتې. وېسټ انډیزي لوبغاړي له خپل بورډ سره تل مالي ستونزې لري چې پر لوبډلې او لوبغاړو یې منفي تاثیرات له ورایه ښکاري. د ویسټ انډیز مخکښ باولر ناېراین په نړیوال جام کې له لوبېدو انکار وکړ، چې نشتوالی به یې پر لوبډلې له شک پرته خپل منفي تاثیر لري.

ښايي ویسټ انډیز د اتو غوره لوبډلو په ډلې کې راشي، خو نیمه پایلوبو ته یې د وړاندې تګ چانس کم لېدل کیږي.

زمبابوې: دغه هېواد د کرېکټ د نړیوالې شورا دایمي غړی دی. یو مهال ډېره پیاوړې لوبډله وه، خو اوس یې هاغه پخوانی زور نشته دی. دوی په دواړو توپ اچونې او توپوهنې کې ستونزې لري چې ښايي په ډېر مشکل سره د اتو غوره لوبډلو پړاوو ته لاره وکړي.

ایرلېنډ: سره له دې چې ایرلېنډ د کرېکټ د نړیوالې شورا د دویمې درجې هېواد دی، خو په تېر وخت کې یې پیاوړو لوبډلو ته هم ماتې ورکړې ده. دوی په دواړو توپوهنې او توپ اچونې کې نسبتآ ښه دي، او که بخت ورسره یاري وکړي ښايي د اتو غوره لوبډلو پړاوو ته لاره وکړي.

متحده عرب امارات: تر ډېره له پاکستاني، هندي او سرېلنکايي لوبغاړو جوړه دغه لوبډله په نړیوال جام کې د لوبېدو ډېرې تجرې لري.

د دوی وروستیو لوبو ته په کتو ښايي په خپل ګروپ کې زمبابوۍ او اېرلېنډ ته سرخوږی جوړ کړي، خو داسې نه ښکاري چې د اتو غوره لوبډلو په ډله کې دې راشي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG