د لاس رسي وړ اتصالات

هند بیا هم په کرېکټ کې پاکستان ته ماتې ورکړه


هند او پاکستان شپږ وارې د نړیوال جام په سیالیو کې له یو بل سره مخامخ شوي چې شپږ واري، هند مات کړی دی.
هند او پاکستان شپږ وارې د نړیوال جام په سیالیو کې له یو بل سره مخامخ شوي چې شپږ واري، هند مات کړی دی.

د کرېکټ د نړیوال جام د سیالیو په دویمه ورځ دوه لوبې وشوې.

په وروستۍ لوبې کې هند پاکستان ته په ۷۶ منډو ماتې ورکړه او خپله لومړنۍ لوبه یې وګټله.

هند لومړۍ منډې وکړې، د وېرات کوهلي د ۱۰۷، ډایوان او رېنا د ۷۳ او ۷۴ منډو په مرسته یې پاکستان ته د ۳۰۱ منډو هدف ورکړ.

وېرات کوهلي لومړنی هندي منډه جوړوونکی شو، چې د ۲۰۱۵ کال په نړیوال جام کې تر سلو ډېرې منډې کوي، ده د ۲۰۱۱ کال په نړیوال جام سیالیو کې هم په لومړنۍ لوبې کې د بنګلدېش خلاف تر سلو ډېرې منډې کړې وې.

د پاکستان ټوله لوبډله په ۲۲۴ منډو وسوځېدله او هند دغه لوبه وګټله، له کپټان مصباح الحق پرته چې ۷۶ منډې یې وکړې، نور پاکستاني لوبغاړي هومره ونه ځلېدل. سهیل خان لومړنی پاکستانی توپ اچوونکی شو چې د ۲۰۱۵ کال په روانو سیالیو کې پنځه مخالف لوبغاړي سوځوي.

دا شپږم وار دی چې هند د نړیوال جام په سیالیو کې له پاکستان سره مخامخ کیږي او ماتې ورکوي. هند او پاکستان د کرېکټ په ډګر کې د یوبل رقیبان بلل کیږي او د دغو هېوادونو د کرېکټ مینوال د دوی ترمنځ لوبې ته تر ډېره سیاسي رنګ هم ورکوي، او ښايي له همدې کبله وي چې ډېر مینوال لري.

جنوبي افریقا او زمبابوۍ

د نړیوال جام د دویمې ورځې لومړنۍ لوبه د جنوبي افریقا او زمبابوۍ ترمنځ وه، زمبابوۍ پچه وکټله او جنوبي افریقا ته یې د منډو جوړولو بلنه ورکړه. د جنوبي افریقا د سر درې لوبغاړي ژر ژر وسوځېدل، خو میلیر او ډومني دواړو تر سلو - سلو ډېرې منډې وکړې او زمبابوۍ ته یې د ۳۳۹ منډو لوړ هدف وټاکه. میلیر او ډومني د جنوبي افریقا هغه لوبغاړي شول چې په روانو سیالیو کې یې د خپل هېواد لپاره ډېرې منډې کړي.

د زمبابوۍ ټوله لوبډله په ۲۷۷ منډو وسوځېدله او جنوبي افریقا خپله لومړنۍ لوبه وګټله.

د ۲۰۱۵ کال د نړیوال جام په روانو سیالیو کې تر دې دمه څلور سلیزې شوي او تراوسه تر ۳۰۰ منډو لږ هدف ورکړل شوی نه دی چې دا د خپل ډول یو بل تاریخ بلل کیږي.

ننۍ دواړه لوبې د بي ګروپ وې. نن یوازې یوه لوبه ده، ایرلېنډ له ویسټ انډېز سره خپل بخت ازمايي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG