د لاس رسي وړ اتصالات

کرېکټ: افغانستان له سرېلنکا سره لوبه کوي


افغانستان تر دې دمه یو وارې له سرېلنکا سره لوبېدلې ده چې هغه هم سرېلنکا ګټلې ده.
افغانستان تر دې دمه یو وارې له سرېلنکا سره لوبېدلې ده چې هغه هم سرېلنکا ګټلې ده.

افغانستان د کرېکټ د نړیوال جام په سیالو کې خپله دویمه لوبه نن – د کابل پر مهال د شپې په دریو بجو- له سرېلنکا سره کوي. سرېلنکا د ۱۹۹۶ کال د نړیوال جام د سیالیو اتله ده.

سرېلنکا د کرېکټ د نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې څلورم او افغانستان ۱۲ دی، له سرېلنکا سره د افغانستان لوبه داسې ده لکه په فوټبال کې چې افغانستان له ارجنټاین او یا هم برازیل سره ولوبېږي.

افغانستان په ۲۰۱۴ کال په بنګلدېش کې په اسیا کپ له سرېلنکا سره لوبېدلی و، سرېلنکا په ۵۰ اورونو کې افغانستان ته د ۲۵۳ منډو هدف ورکړی و، خو افغانستان دغه لوبه په ۱۲۹ منډو وبایلله.

د سرېلنکا او افغانستان وروستۍ لوبې

سرېلنکا او افغانستان په نړیوال جام کې خپلې لومړنۍ لوبې بایللې دي، سرېلنکا پر نیوزلېنډ او افغانستان پر بنګلدېش.

افغانستان په خپلو پنځو وروستیو لوبو کې دوه ګټلې او درې یې بایللي دي، خو سرېلنکا په خپلو پنځو وروستیو لوبو کې بیا څلور بایللې او یوه یې ګټلې ده.

به دغو لوبو کې سرېلنکا نېوزلېنډ ته څو پرلپسې لوبې وبایللې چې لوبغاړي یې له سخت رواني فشار سره مخامخ دي.

د لوبغالي وضعیت

افغانستان په نیوزلېنډ کې د ډنیډن په لوبغالي کې له سرېلنکا سره مخامخ کیږي، سرېلنکا په همدغه لوبغالي کې خپله لومړنۍ لوبه پر نیوزلېنډ وبایلله.

د دغه لوبغالي بریدونه یا باونډرۍ واړه دي او تر ډېره هغه لوبډلې په کې ښه ځلیږي چې دویم بېټینګ یا منډې جوړوي.

له سرېلنکا سره د نیوزلېنډ په لوبې کې د نیوزلېنډ تېز توپ اچوونکي ښه وځلېدل او همدغه حقیقت ته په کتو که له حمید او شاپور سره بخت یاري وکړي ښايي د سرېلنکا منډه جوړوونکو ته لوی سرخوږی جوړ کړي.

حمید او شاپور دواړه هغه لوبغاړي دي چې په نوي توپ باندې ښه باولینګ او برید کولی شي.

د افغان لوبډلې یو روزونکي ریس احمدزي امریکا غږ ته وویل " که افغانستان پچه وګټله باید لومړۍ توپ اچوونه وکړي، یو خو دا چې لوبغالی د دویم بېټینګ لپاره مناسب دی او بله دا چې افغان لوبغاړي به په میدان کې ولوبیږي او له میدان سره به لا ښه اشنا شي."

د نړیوال جام نورې لوبې

د جمعې د ورځې په لوبو کې پاکستان خپله دویمه لوبه په لوی توپیر سره وېسټ انډیز ته وبایلله.

کپټان مصباح الحق پچه وګټله او ویسټ انډیز ته یې د منډو جوړولو بلنه ورکړه. ویسټ انډیز په ۵۰ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره پاکستان ته د ۳۱۱ منډو هدف ورکړ، خو د پاکستان ټوله لوبډله په ۱۶۰ منډو وسوځېدله.

بله لوبه چې ټاکل شوې وه، د بنګلدېش او اسټرالیا ترمنځ وشي، د باران له کبله ونشوه. دواړو لوبډلو ته یوه- یوه نمره ورکړل شوه او په دې ډول اسټرالیا د الف ګروپ د جدول په دویم او بنګلدېش په درېیم نمبر راغلل.

نیوزلینډ بیا د همدغه ګروپ په سر کې دی، دوی خپلې درې واړه لوبې ګټلي دي، افغانستان هم په همدغه ګروپ کې دی.

نن یوازې د افغانستان او سرېلنکا ترمنځ لوبه ده.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG