د لاس رسي وړ اتصالات

اسټرالیا د کرېکټ د ۲۰۱۵ کال نړیواله اتلولي وګټله


اسټرالیا لومړنی هېواد دی چې پنځه وارې د کرېکټ د ۵۰ اورونو نړیواله اتلولي ګټي.
اسټرالیا لومړنی هېواد دی چې پنځه وارې د کرېکټ د ۵۰ اورونو نړیواله اتلولي ګټي.

اسټرالیا د کرېکټ د ۲۰۱۵ د نړیوال جام په پایلوبې کې نیوزلېنډ ته په ماتې ورکولو نړیواله اتلولي وګټله. د اسټرالیا په میلبورن لوبغالي کې د نیوزلېنډ کپټان مکولم پچه وګټله او په خپله یې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه، خو ټوله لوبډله یې په ۴۵ اورنو کې په ۱۸۳ منډو وسوځېدله.

د نیوزلېنډ بېلوټ ۸۳ او منډې وکړې چې تر ټولو ډېرې وې، خو بیا يې هم خپله لوبډله له ماتې ونه شوه ژغورلې.

په اسټراليايي توپ اچوونکو کې فولکنر اوجانسن درې درې، سټارک دوه او مکسویل یو نیوزلېنډي لوبغاړي وسوځول.

اسټرالیا دغه هدف په ۳۳ اورونو کې د دریو لوبغاړو په سوځېدو پوره او په پنځم ځلې د کرېکټ د نړیوال جام اتلولي وګټله. کپټان ماکیل کلارک په خپلې وروستۍ نړیوالې لوبې کې ۷۴ منډې وکړې، له ده سره سمت ښه ملګرتیا وکړه او اسټرالیا يې اتله کړه.

هند د ۲۰۱۱ کال نړیوال اتل و چې د دغو سیالیو په سیمي فاینل کې یې پر اسټرالیا لوبه وبایلله.

اسټرالیا او نړیوال جامونه

اسټرالیا لومړنی هېواد دی چې پنځه وارې د کرېکټ د ۵۰ اورونو نړیوال جام ګټي.

دوی په لومړي وار په ۱۹۸۷، په دویم واري په ۱۹۹۹، په درېیم ځل په ۲۰۰۳ او په څلورم ځل يې په ۲۰۰۷ کال کې نړیړاله اتلولي وګټله.

ویسټ انډیز او هند دوه دوه واري، سرېلنکا او پاکستان بیا یو یو ځل دغه جام خپلو کورونو ته وړی دی.

د کرېکټ نړیوال جام سیالۍ په لومړي وار په ۱۹۷۵ کال کې په انګلېنډ کې وشوې چې له همدغه کال را وروسته اوس په هرو څلورو کلونو کې یو وارې کېږي.

د نړیوال جام مالي جایزې

هرې لوبډلې ته چې په دغه نړیوال جام کې برخه لرله، ۳۵ زره ډالره ورکول کیږي.

د نړیوال جام سیالیو د اتو غوره لوبډلو هرې یوې ته ۳۰۰ سوه زره امریکايي ډالره ورکول کیږي او هغوی ته چې نیمه پایلوبو ته ووتلې۶۰۰ زره ډالره جایزه ورکول کیږي.

د نړیوال جام تر ټولو لوړه مالي جایزه د جام د ګټوونکې لوبډلې ده چې درې میلیونه او ۹۷۵ زره ډالره کیږي او د دویمې لوبډلې جایزه بیا یو میلیون او ۷۵ زره ډالره ده.

د ۲۰۱۵ کال نړیوال جام

د کرېکټ د نړیوالې شورا په یوولسم جام کې په اسټرالیا او نېوزلېنډ کې ټولټال ۱۴ هېوادونو برخه لرله چې ۴۹ سیالۍ په کې وشوې، دغه سیالۍ د فبروۍ په ۱۴ پیلې او د مارچ ۲۹ پای ته ورسېدې.

افغانستان په کې په لومړي ځل د لوبېدو چانس ترلاسه کړی و او په یوه لوبه یې هم وګټله.

اېرلېنډ، سکاټلېنډ او متحده عرب امارات د کرېکټ د نړیوالې شورا د دویمې درجې درې نور هېوادونه وو، په دغه جام کې ولوبېدل. پر دغو هېوادونو سربېره د کرېکټ د نړیوالې شورا لس دایمي غړي هم په کې شامل وو.

د کرېکټ د ۵۰ اورونو بل نړیوال جام به په ۲۰۱۹ کال کې وي

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG