د لاس رسي وړ اتصالات

د کرکټ نړیوال جام کې استرالیا پاکستان ته ماتې ورکړه


استرالیا نن د ډیویډ وارنر او میچل مارش د سلیزو په مټ پاکستان ته د ۶۲ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
استرالیا نن د ډیویډ وارنر او میچل مارش د سلیزو په مټ پاکستان ته د ۶۲ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

د کرکټ په نړیوال جام کې د جمعې په ورځ اکتوبر ۲۰ (تلې ۲۸) د استرالیا لوبډلې پاکستان ته د ۶۲ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

د هند په کرناټک کې ددغه پنځوس اوریزې لوبې پچه پاکستان وګټله او د لومړۍ توپ اچونې پرېکړه یې وکړه.

استرالیا د خپلو اوپنرانو، ډیویډ وارنر او میچل مارش، د سلیزو په مټ پاکستان ته د ۳۶۸منډو هدف وټاکه.

د پاکستان ټول لوبغاړي په ۴۵ اوور کې له ۳۰۵ منډو کولو وروسته وسوځېدل او لوبه د استرالیا په ګټه پای ته ورسېده.

په دغه لوبه کې د استرالیا توپ وهونکي ډیویډ وارنر په ۱۲۴ توپونو ۱۶۳ منډې وکړې او د لوبې تر ټولو غوره لوبغاړی ونومول شو. د استرالیا بل توپ وهونکي میچل مارش ۱۲۱ منډې وکړې.

د توپ اچونې په برخه کې د استرالیا ادم زمپه په ۱۰ اوورونو کې ۵۳ منډې ورکړې او د پاکستان څلور لوبغاړي يې وسوځول. مارکس سټواینس او پاټ کمینز د پاکستان دوه-دوه لوبغاړي وسوځول.

د پاکستان دپاره، تیز توپ اچوونکي شاهین افریدي د استرالیا پنځه لوبغاړي وسوځول. د پاکستان بل تیز توپ اچوونکي حارث روف هم درې لوبغاړي وسوځول.

د پاکستان توپ وهونکو امام الحق ۷۰ منډې، عبدالله شفیق ۶۴ او محمد رضوان ۴۶ منډې وکړې.

په دغه جام کې د دوشنبې په ورځ د افغانستان او پاکستان لوبډلې مخامخ کیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG