د لاس رسي وړ اتصالات

نیوزلېنډ په لومړي ځل د کرېکټ د نړیوال جام پایلوبې ته ووت


په دویمې پایلوبې کې اسټرالیا له هند سره لوبه کوي او ګټوونکی به یې په پایلوبې کې له نیوزلېنډ سره مخامخیږي.
په دویمې پایلوبې کې اسټرالیا له هند سره لوبه کوي او ګټوونکی به یې په پایلوبې کې له نیوزلېنډ سره مخامخیږي.

نیوزلېنډ د کرېکټ په تاریخ کې په لومړي ځل د نړیوال جام پایلوبې ته ووت. دوی د یوې په زړه پورې لوبې په ترڅ کې په نیمه پایلوبې کې جنوبي افریقا ته ورکړه.

د نیوزلېنډ د اوکلېنډ په لوبغالي کې د کرېکټ د ۲۰۱۵ کال د نړیوال جام په لومړنۍ پایلوبې کې جنوبي افریقا د پچې له ګټلو وروسته خپله د منډو جوړولو پرېکړه وکړه، که څه هم د سر دوه لوبغاړي يې ژر وسوځېدل، خو کپټان ډیویلرز او ډوبلېسیس ښه ملګرتیا او منډې وکړې.

باران لوبه ټکنۍ کړه، که څه هم افریقا ۲۸۱ منډې کړې وې، اورونه ۴۳ تنه راکم شول او د کرېکټ د نړیوالې شورا د قانون له مخې، نیوزلېنډ باید په همدومره اورونو کې ۲۹۹ منډې کړې وای، چې ویې کړې او لوبه یې وګټله.

د لوبې غوره لوبغاړی د نیوزلېنډ ګرانټ ایلوټ شو چې په سختو حالاتو کې یې ۸۳ منډې وکړې او خپله لوبډله یې بري ته ورسوله.

د نیوزلېنډ کپټان مکولم دغه بری د خپل ژوند تر ټولو ستره او خوشحاله شېبه وبلله، او د جنوبي افریقا کپتان ډیویلرز بیا وویل چې لوبه یې وبایلله خو ښه لوبه یې وکړه.

دویم سیمې فاینل

د نړیوال جام د کرېکټ دویمه پایلوبه د همدغې میاشتې په ۲۶ نېټه د پنچشنبې په ورځ د اسټرالیا په سډني کې ده، اسټرالیا له هند سره لوبه کوي چې ښايي په زړه پورې لوبه وي.

هند تر دې دمه په روان نړیوال جام کې خپلې اوه واړه لوبې ګټلي دي خو اسټرالیا بیا یوه لوبه بایللې ده.

هند د ۲۰۱۱ کال اتل دی او هڅه به یې دا وي چې خپله اتلولي وساتي، خو اسټرالیا بیا څلور وارې د نړیوال جام اتله پاتې شوې ده او ښايي د خپلو نندارچیانو په مخکې او په خپل لوبغالي کې لوبې کول یې مورال لوړ وساتي.

په دوی کې چې هره یوه لوبه وګټله د یکشنبې په ورځ به د اسټرالیا په مېلبورن لوبغالي کې له نیوزلېنډ سره په پایلوبې کې مخامخ کیږي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. جعفر هاند تر دې دمه په پښتو کې نهه کتابونه لیکلي او ژباړلي دي. په ځانګړي ډول یې د افغانستان او نړۍ د کرکټ په تاریخ باندې درې کتابونه لیکلي.

XS
SM
MD
LG