د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د کرکټ نړیوال جام کې بله لوبه هم وبایلله


پاکستان په ۲۶۶ منډو وسوځېده
پاکستان په ۲۶۶ منډو وسوځېده

آسترالیا د کرکټ په نړیوال جام کې پاکستان ته ماتې ورکړه.

د چهارشنبې د ورځې لوبه (جون۱۲) د انګلنډ په ټانټن کې وه. آسترالیا لومړی بېټېنګ وکړ او پاکستان ته یې د ۳۰۷ منډو هدف ورکړ.

پاکستان د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۶۶ منډې وکړې او آسترالیا دا لوبه په ۴۱ منډو وګټله.

دا د پاکستان دویمه ماتې وه، اوله لوبه یې پر ویسټ انډیز بایللې وه. دویمه یې له انګلنډ څخه وګټله او درېیمه یې د باران له کبله ونشوه.

د لوبې غوره لوبغاړی ډیویډ وارنر شو، ده ۱۰۷ منډې وکړې او پاکستان ته یې نسبتا یو ښه هدف وټاکه.

بله لوبه د پنجشنبې په ورځ (جون۱۳) د هند او نیوزلنډ ترمنځ ده. د کرکټ نړیوال جام سیالۍ په انګلنډ او ویلز کې کیږي چې د افغانستان په ګډون په کې لس لوبدلې برخه لري.

XS
SM
MD
LG