د کرکټ نړیوالې شورا د پنجشنبې په ورځ (اکتوبر ۱) د ۲۰۲۷ کال لپاره د کرکټ یو ورځنیو نړیوالو لوبو د جام مهال ویش اعلان کړ چې افغانستان پکې د پاکستان، هند او اسټرالیا سره په یو ګروپ کې راغلی دی.
دا لوبې د راتلونکي کال د اکتوبر په میاشت کې د دریو هیوادونو جنوبي افریقا ،زمبابوې او نمیبیا په کوربتوب ترسره کیږي.
افغانستان په الف ګروپ کې د هند پاکستان اسټرالیا نه علاوه کوربه ټيم زمبابوې او د غوراوي سیالیو نه راتیر شوی یو بل ټیم سره مخامخ کیږي.
د کرکټ د یو ورځنیو سیاليو د کال ۲۰۲۷ نړیوال جام چې راروان کال د اکتوبر په ۷ نیټه پیلیږي او د نومبر تر ۲۱ به دوام لري د کرکټ د نړي ۱۲ غوره ټیمونه پکې په دوه ګروپونو ویشل شویدي.
په ب ګروپ کې کوربه هیواد جنوبي افریقل ، انګلنډ، نیوزیلنډ ، سري لنکا، بنګله دیش او د غوراوي د سیالیو نه راتیریدونکې لوبډله شامله وي.
د نړیوال جام دویم پړاو
دا سیالۍ چې د الف او ب ګروپونو کې د شپږ شپږ ټیمونو ترمنځ ترسره کیږي او د هر ګروپ د سر درې لوبډلې او د دواړو ګروپونو هغه لوبډله چې د منډو اوسط ېې د دواړو ګروپونو د پاتې شپږو ټیمونو نه زیات وي د اوو ټیمونو راونډ ته لار مومي.
په دویم پړاو کې به اووه ټیمونه د یو بل سره یوه یوه سیالۍ یعني هر یو ټیم به شپږ لوبې لري او د سر څلور لوبډلې به بل راونډ یا نیمه پای لوبې ته لاره مومي او د پای لوبه به د نومبر په ۲۱ مه د جنوبي افریقه په جوهانسبرګ ښار کې ترسره کیږي.
د کال ۲۰۲۷ د کرکټ نړیوال جام به د کرکټ د مینه والو دپاره په ډیرو حوالو ډیر زړه پورې وي. یو دا چې هند او پاکستان چې د یو بل قوي حریف ټیمونه یادیږي په یو ګروپ کې مخامخ کیږي او په جنوبي افریقا کې هندي او پاکستاني کرکټ مینه وال به ورته ډیر لیواله وي.
همداراز د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کرکټ وروستيو سیالیو هم ډیر کتونکي ځانته جذب کړي وو نو تمه کیږي چې د دغو دوو ټیمونو راتلونکې سیالۍ به هم زیاتې په زړه پورې وي.
فورم \ دبحث خونه