د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د جنګي جرایمو تحقیقات وځنډیدل


د نړیوالو جرمونو محکمه وايي په افغانستان کې د جنګي جرایمو په اړه يې خپلې پلټنې د نویو معلومات د ترلاسه کولو په خاطر ځنډولي دي.

په تېر نومبر کې د دغې محکمې څارنوالې فاتو بنسوتا ویلي وو چې دا تحقیقات به ژر پیل شي خو اوس ویل کیږي چې له کابل څخه د نویو او مهمو معلوماتو په ترلاسه کېدو سره دا بهیر ځنډېدلی دی.

رویټرز خبري آژانس وايي د بنسوتا دفتر په یو ایمیل کې ورته لیکلي چې افغان حکومت د جنايي جرمونو نړیوالې محکمې ته نوي معلومات ورکړي چې شاید د څارنوالې پر پرېکړې اغیز وکړي.

ویل کیږي چې په دغو ممکنه تحقیقاتو کې له ۲۰۰۳ کال راهېسې پېښې څېړل کیږي. دغې محکمې مخکې درې ډلې - وسله وال طالبان او د هغو ملاتړي، افغان چاروکي او د امریکا د وسله وال پوځ او سي آی اي غړي – د پلټنو لپاره په نښه کړي و.

په افغانستان کې د امریکايي پوځيانو په اړه د ممکنه تحقیقاتو د پیلولو خبر له وړاندې د دغې محکمې او امریکا ترمنځ اړیکې خرابې کړي، امریکا د دغې محکمې غړې نه ده.

د جنايي جرمونو نړیواله محکمه معمولآ هغه قضیې څېړي چې اړوند هېوادونه یې د څېړلو، په اړه یې د بې پرې پلټنو او پرېکړو توان نلري او یا نغواړي چې په دې اړه پلټنې وکړې. اوس محکمه وايي چې ترلاسه شوي معلومات ارزوي او له ارزولو وروسته به اخري پرېکړه کوي چې تحقیقات پیل شي کنه.

په همدې حال کې د نړیوالو جرمونو د محکمې یو محقق کوین جان هیلر وايي چې د تحقیقاتو ځنډول د څارنوالې بنسوتا په شاتګ ښيي. ښاغلي هیلر وویل چې دا د څارنوالې بنسوتا لپاره یو ډېر غیر عادي کار دی چې اول یوه مسئله مهمه وګڼي خو وروسته یې بیا تعقیب نکړي.

له ۲۰۰۱ کال راوروسته د ناټو د ټولو غړو هېوادونو ځواکونو په افغانستان کې ماموریت کړی دی. په افغانستان کې د جنګ ټولې ښکېلې غاړې په جنګي جرمونو تورن کیږي.

XS
SM
MD
LG