د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې جنګي ډلو قصدآ صحي تاسیسات نښه کړي-راپور


راپور وايي د ښکېلو جنګي غاړو د بریدونو له کبله په تېرو دوو کلونو کې ۲۴۰ روغتیايي تاسیسات تړل شوي دي
راپور وايي د ښکېلو جنګي غاړو د بریدونو له کبله په تېرو دوو کلونو کې ۲۴۰ روغتیايي تاسیسات تړل شوي دي

د ماشومانو د حقونو یو نړیوال سازمان افغان ځواکونه او نورې ښکېلې جنګي ډلې تورنې کړې چې قصدآ یې په روغتیايي تاسیساتو او کارکوونکو بریدونه کړي دي.

د Watch List په نامه د ماشومانو د حقونو سازمان سازمان وايي په ۲۷ مخونو کې یو راپور خپور کړی او ویلي چې په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو جنګ کې د دخیلو غاړو د بریدونو له کبله د افغانستان په بېلابېلو برخو کې ۲۴۰ روغتیايي تاسیسات په موقت او یا دایمي ډول تړل شوي دي.

د Watch List په نامه د ماشومانو د حقونو سازمان چې مرکز یې په نیویارک کې دی په خپل نوي راپور کې وايي په افغانستان کې پر روغتیايي کارکوونکو اومرکزونو بریدونو د ماشومانو پر روان او صحت بدې اغیزې کړي دي.

دا راپور نن دوشنبه خپور شوی دی. راپور وايي په دغو بریدونو کې روغتیايي ودانۍ زیانمنې شوې، ویجاړې شوي او روغتیايي تجهیزات او امبولانسونه هم لوټل شوي او غلا شوي دي.

همدغه راز د راپور په اساس په دغو بریدونو کې یو شمېر طبي کارکوونکي وژل شوي، توقیف شوي او شکنجه شوي دي. راپور وايي کله ناکله جنګي غاړو ولسي خلک نه دي پرېښي چې د درملنې لپاره روغتیايي مرکزونو ته ولاړ شي او دا کار د بشري نړیوالو قوانینو خلاف دی.

په راپور کې د ډېرو بریدونو پړه پر وسله والو طالبانو اچول شوې ده
په راپور کې د ډېرو بریدونو پړه پر وسله والو طالبانو اچول شوې ده

که څه هم په راپور کې تر ډېره طالب وسله وال پر دغو تاسیساتو باندې په بریدونو مسول بلل شوي، خو وايي چې په ۲۰۱۵-۲۱۰۶ کلونو کې افغان ځواکونو هم پرروغتیايي مرکزونو او کارکوونکو شاوخوا ۳۵ بریدونه کړي دي.

د Watch List یو پلټونکي، کریستین موناګان وویل "دغو هدفي بریدونو د افغانستان کمزوری صحي سیستم نابود کړی او ډېر ولسي خلک یې له روغتیايي خدمتونو څخه بې برخې کړي دي. موږ د ماشومانو د وژلو شاهدان وو او همدغه راز ډېرې ناروغۍ هم پیدا او خپرې شوې".

د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې په ټولې نړۍ کې ۴.۶ میلیونه ماشومان روغتیايي خدمتونو ته ضروت لري چې له دغې ډلې یې ۲.۳ میلیونه په افغانستان کې دي. دا سازمان وايي شاوخوا یو میلیون ماشومان سوی تغذي دي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي ماموریت دفتر، یوناما، وايي چې د ۲۰۱۵ کال په پرتله په ۲۰۱۶ کال کې د ماشومانو تلفات ۲۴ فیصده زیات شوي دي.

دWatch List سازمان له افغان حکومت او ټولو جنګي غاړو څخه غوښتي چې پر روغتیايي مرکزونو دې بریدونه نکوي.

XS
SM
MD
LG