د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې څو تنه خبریالان په پوځ د انتقاد کولو په خاطر جنایي محکمې ته وړاندې کیږي


پولیسو په پاکستان کې د شپږو خبریالانو او په تلویزیون کې د ګردي میزونو د چلونکو په خلاف د جنایي کړنو تحقیقات پیل کړي.

ددې خبریالانو مدافع وکیلانو ویلي چې په مؤکلینو یې د پوځ او دولتي ادارو په خلاف د کرکې خپرولو تورونه لګول شوي.

ویل کیږي چې پولیسو ته د دې خبریالانو په خلاف شکایتونه د " هیواد پالو اتباعو" په نامه خلکو کړي چې معلومه نده څوک دي خو د پاکستان پخواني صدراعظم عمران خان دا قضیې "سیاسي غچ اخیستنه" بللي او په حکومت یې تور پورې کړی چې د شکایتونو تر شا د همدوي لاس دی.

د پولیسو لخوا ددې خبریالانو په خلاف د جنایي کړنو دا خبر پداسې حال کې خپریږي چې په عین وخت کې په پاکستان کې د الکترونکي مطبوعاتو د مقرراتو ادارې مطبوعاتو ته خبرداری ورکړی چې د هغو موادو د خپرولو څخه دې ډډه وکړي چې په دولتي ادارو په ځانګړې توګه پوځ او قضایه قوې پکې ملنډې وهل شوې وي.

دې ادارې چې په پاکستان کې مطبوعاتي ادارو ته د فعالیت کولو جوازونه ورکوي او هم ټول مطبوعات څاري خبرداری ورکړی که هرې ادارې ددې حکم څخه سرغړاونه وکړله ښایي خپرونې به یې بندې شي او جریمه به شي.

که پدې خبریالانو لګیدلي تورونه ثابت شي او هغوي مجرم وبلل شي، تر ۷ کالو بندي کیدی او جریمه کیدی شي.

په نړۍ کې د بیان د آزادۍ په هکله د بې پولې خبریالانو په تازه درجه بندۍ کې پاکستان د ۱۸۰ هیوادونو په منځ کې ۱۴۵ مقام لري.

سره لدې چې په پاکستان کې د خبریالانو پر ضد تشدد، ځورونه او ګواښنه نوې خبر نده خو دا لومړی ځل دی چې دومره ډیر خبریالان په یو ځایي توګه جنایي محکمې ته وړاندې کیږي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې چې مرکز یې په متحده ایالاتو کې په پاکستان کې د دې خبریالانو په خلاف د قضیو ثبت کیدل غندلي.

دې ادارې په اعلامیې کې ویلي چې" په پاکستان کې په پوځ او یا بلې دولتي ادارې د انتقاد کولو په خاطر باید خبریالان د قانوني ځورونې سره مخ نشي"

XS
SM
MD
LG