د لاس رسي وړ اتصالات

په هند کې د پاني پت فلم په ضد اعتراضونه


د پاني پت فلم په اړه د یو شمیر افغانانو له غبرگونونو وروسته اوس د هند د راجستان ایالت اوسیدونکو ددغه فلم داستان غندلی او په ضد یې اعتراضونه کړي دي.

د "انډیا ټوډې" د رپوټ له مخې د راجستان ایالت اوسیدونکي د پاني پت فلم پر ضد مظاهرې کړي او ویلي یې دي چې پدې فلم کې د "جټ" قوم ناسم انځور نندارې ته وړاندې شوی دی.

د پاني پت فلم؛ یو ستر خیانت: د افغان پاچا احمدشاه ابدالي په وړاندې د هند د مرهاټانو ماتې د هند د یو شمیر محلي پاچاهانو خیانت گڼل شوی دی.

پدغه فلم کې وروسته له هغه چې د مرهاټه د سرلښکر له لورې د جټ د محلي پاچا سورج مل غوښتنه رد کیږي د ابدالي لښکر پر ضد جگړې نه ډډه کوي چې دغه کار د مراهاټانو د کمزورتیا سبب کیږي.

د راجستان اوسیدونکو ادعا کړې ده چې دغه فلم راجستانی پاچا ناسم انځور کړی دی او د هغه په هکله ناسم پیغام نندارې ته وړاندې کوي. د هند جټانو د پاني پت د فلم د ډایرکټر اشیتوش گواریکر، مجسمه هم وسوزوله.

د راجستان ایالت د سیاحت وزیر وشویندر سنگ، په خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د پاني پت په فلم کې تاریخي پیښې غلطې وړاندې شوې دي.

هغه لیکلي: "په هریانا، راجستان او د هند د شمال په نورو سیمو کې د جټانو د ټولنیزو اعتراضونو په رڼا کې زه پدې باور یم چې د عامه نظم د گډوډۍ د مخنیوي لپاره باید ددې فلم ننداره بنده شي".

یو شمیر افغانانو چې دغه فلم یې د امریکا په متحده ایالاتو کې کتلې د امریکا غږ سره په خبرو کې ددې فلم داستان یوه "تاریخي پیښه نه بلکه د ساعتیرۍ یوه صحنه" گڼلې ده چې ددې فلم په لیدلو یې "وخت او پیسې" ضایع کړي دي.

ددې فلم افغان منتقدین همداشان وایي چې د پاني پت په فلم کې هندیان متمدنه او ارام خلک او برعکس افغانان بد خویه، بې فرهنگه او بې تمدنه انځور شوي دي.

د هندي رسنیو د رپوټونو له مخې د پاني پت فلم تر اوسه ندی توانیدلی چې ښه عاید ترلاسه کړي.

XS
SM
MD
LG