د لاس رسي وړ اتصالات

ولې یو شمېر افغانان د پانې پت د فلم په اړه اندېښنه لري؟


د پاني پت فلم د ډسمبر په ۶ نیټه سینما ته وځي
د پاني پت فلم د ډسمبر په ۶ نیټه سینما ته وځي

ټاکل شوې چې د ډسمبر په میاشت کې د هند په سینماګانو کې د پاني پت فلم نندارې ته وړاندې کړل شي.

د دغه فلم اصلي لوبغاړی سنجي دت دی چې د افغانستان د معاصر دولت بنسټګر (احمدشاه بابا) رول یې ادا کړی دی. فلم د پاني پت په جګړې لیکل شوی دی. دا جګړه په ۱۷۶۱م کې وشوه چې احمدشاه ابدالي وګټله. د پاني پت جګړه د هند په تاریخ کې یوه لویه جګړه بلل کیږي.

په ټولنیزو رسنیو کې ځینو افغانانو اندېښنه ښودلې ده چې د دغې جګړې تاریخ به څنګه لیکل شوی وي او سنجي دت به د (احمدشاه بابا) رول څنګه ادا کړی وي.

سنجي دت په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې د دغه فلم اعلان د سه شنبې په ورځ (نومبر۵) خپریږي. ده لیکلي دي چې چېرته د احمدشاه ابدالي سیوري پریوځي، هلته مرګ خپریږي.

د دغه فلم د محتوا په اړه ډېر معلومات خپاره شوي نه دي. د هند د ممبۍ په ښار کې افغان قونسلګر نسیم شریفي د امریکا غږ خبریال احمد فواد لامع ته ویلي چې د پاني پت فلم د څرنګوالي په اړه عام افغانان او د افغانستان حکومت اندېښنې لري.

افغان قونسل وايي "په دې اړه مې پخپله له سنجی دت سره هم ټلیفوني خبرې کړي او هغه ډاډ ورکړی چې که چیرته د احمد شاه ابدالي رول په فلم کې ناوړه وای، نو ما به یې رول نه لوباوه."

دا لومړی ځل نه دی چې د هند د بالیووډ په سینما کې د افغانستان په تاریخ باندې د جوړیو شویو فلمونو په اړه افغانان اندېښنه ښيي. تر دې مخکې د پدماوات په نامه یو تاریخي فلم جوړ شوی چې د افغانانو، نړۍ د نورو مسلمانو هېوادونو او په هند کې دننه د هندي ملتپالو اندېښنې او غوصې یې پارولې وې.

په دغه فلم کې سلطان علاوالدین خلجی د راجپوت قوم پر ملکې پدوماوت زړه بایلی او بلاخره د خپلې مینې د ترلاسه کولو لپاره د راجپوت پر قوم یرغل کوي.

سره له دې چې په فلم کې سلطان علاوالدین یو"جابر، ظالم، خونخوار او بد انسان" پېژندل شوی خو یو شمېر مسلمان مورخین وايي چې دا فلم د تاریخي روایتونو په اساس نه بلکې د یو حماسي شعر په اساس لیکل شوی دی.

سلطان علاوالدین خلجی له جلال‌الدین نه وروسته د خلجیو دویم ځواکمن پادشاه و چې له ۱۲۹۶ څخه تر ۱۳۱۶ پورې د هند د وچې په ځینو برخو واکمن و او ډیلی یې د واکمنۍ مرکز و. د هغه په اړه ویل کیږي چې غوښتل یې دویم سکندر شي.

XS
SM
MD
LG