د لاس رسي وړ اتصالات

د ډیجیټلي اسعارو ارزښت په بیساري توګه ټیټ شوی


د بیټ کواین او نورو کریپټو یا ډیجیټلي اسعارو قیمت په وروستیو میاشتو کې په حیرانوکي ډول راټیټ شوی. خو لا هم، ډیری پانګوونکي د ټولو خطرونو سره سره د ډیجیټل اسعارو د راتلونکي په اړه هیله من دي.

د امریکا په ځینو مغازو کې داسې ماشینونه لګېدلي دي چې خلک کولی شي ورڅخه بیټ کواین چې په سوداګرۍ کې ورته BTC هم وایي، وپیري.

بیټ کواین، ایتریم او تیتر، د ډیجیټلي اسعارو نړۍ پراخه کړې. هیوادونو خپله راتلونکې په دې پورې تړلې ده.

په رسنیو کې خپرېدونکي ځیني تجارتي اعلانونه کریپټو یا ډیجیټلي اسعار د زړورو خلکو پانګونه ګڼي. پداسې حال کې چې ډیجیټلي اسعار تر ډیره د توکو پیرودلو لپاره نه کارول کیږي، خو دې چارې ددغو اسعارو غوښتنه نه ده کمه کړې.

د امریکا جمهوري غوښتونکی سناتور، ټیډ کروز په دې نظر دی چې ډیجیټلي اسعار خلک له نړیوال بازر سره نښلوي او د پېر او پلور چارې آسانه کوي.

کریپټو یا ډیجټلي اسعارو ډیر نوي پانګوال هڅولي، په ځانګړي توګه هغه کسان چې په دودیزو پانګونو بې باوره دي.

کلیو میسیډور، د بلاکچین بنسټ غړی دی هغو کسانو ته ډاډ ورکوي چې د ډیجیټلي اسعارو پېرلو ته زړه نا زړه دي. هغه وايي: "نویو کسان ته زه وایم، تاسو باید اندېښمن ونه اوسئ. باید پریکړه وکړئ، چې په یوه اونۍ کې څومره قهوه اخلئ، همدغه پیسې د زده کړې دپاره پانګونه وکړئ".

سټیو لیک لس کلن و چې خپل مور او پلار ته یې وویل چې غواړي په کریپټو کې پانګونه وکړي.

هغه وايي، که څه هم تر اوسه یې لا عمر لږ دی، خو له سوداګرۍ او دا چې د تکنالوژۍ په نړۍ کې څه تیریږي، د لوستلو او معلوماتو تر لاسه کولو سره مینه لري.

مور او پلار یې په اول سر کې زړه نازړه وو خو وروسته یې اجازه ورکړه.

سټیو وايي چې د ډیجیټلي اسعارو کاروبار آسانه ندی. هره ورځ باید وکتل شي او پام ورته وشي چې په ګټه کې یې او که تاوان. هغه وايي چې دا کار پر خلکو د ذهني فشار سبب کیږي.

نوموړی اوس ۱۷ کلن دی او پوهنتون ته روان دی، هغه خپله ونډه مخکي له هغه وپلورله چې د کریپټو مارکیټ ۷۰۰ میلیارد ډالرو په ارزښت را وغورځیږي.

سټیو لیک وايي: "زه فکر کوم چې کریپټو پیسو خورا ښه خبره داده چې دا غیر مرکزي دي، څوک پرې واک نه لري. او دا ډول توکي خورا ګټور دي. دا نه یوازې د اقتصاد بلکې د سیاست سره هم اړخ لري".

حکومتي چارواکي د ډیجیټلي اسعارو په راکړه ورکړه کې د درغلیو خبرداری ورکوي او د بیلګې په ډول د داسې کسانو نومونه وړاندې کوي چې په دې برخه کې یې په میلیونونو ډالر بایللي دي.

د بروکینګز انسټیټیوټ څېړونکی ارون کلین وايي: "د اندیښنې لپاره ریښتیني دلیلونه شته. د کریپټو په برخه کې داسې عناصر شتون لري چې په څرګند ډول ډیزاین شوي ترڅو د پانګوونکو څخه ګټه پورته کړي".

خو ډیر خلک بیا د کریپټو په برخه کې پانګه اچونې ته لیوال دي. دوی د بیټ کواین له هغه اتوماتیک ماشینونو نه خوښ دي، چیرې چې دوی له محدودیته پرته دغه ډیجیټلي اسعار پېرلی شي.

څېړونکي ګوري چې حکومتونه په راتلونکي کې د ډیجیټلي اسعار په اړه څه تصمیم نیسي.

XS
SM
MD
LG