د لاس رسي وړ اتصالات

ایلن ماسک د ټویټر د مرغۍ ابي نښه د سپي په لوګو بدله کړه 


د ټویټر نوې نښه
د ټویټر نوې نښه

د ټویټر مالک ایلن ماسک د دغې ټولنېزې شبکې د مرغۍ ابه رنګه نښه د زېړ بخن سپي په نښې بدله کړې ده.

ماسک په دې اړه وضاحت نه دی ورکړی او نه هم معلومه ده چې دا کار یې د موقت وخت لپاره کړی که به دایمي وي.

هغوی چې په کمپیوټر کې د ټویټر پاڼه خلاصولای شي، د ابي رنګه مرغۍ د لوګو په ځای د زېړ بخن سپي نښه او لوګو لېدلای شي.

فرانس پرس وايي د ټویټر د لوګو په بدلېدو سره د «ډیجیټلي اسعارو» په بازار کې هم تغیرات ولیدل شول، په دغه لړ کې د «dogecoin» ارزښت ۲۰ فیصده لوړ شو او له ۰.۰۸ ډالرو څخه ۰.۱۰ ډالرو ته پورته شو.

د ټویټر نوې لوګو د همدغه ډیجیټلي سکې لوګو ده. ایلن ماسک په تېر وخت کې د دغه ډیجیټلي اسعارو له کمپنۍ سره ښه روابط نلرل او یو لړ انتقادونه یې هم پرې کړي وو.

ماسک د ټویټر ټولنیزې شبکې تر اخیستلو مخکې د لوګو د بدلولو په اړه د یو مینه وال غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړی و.

ایلن ماسک د تېرکال د اکتوبر په میاشت کې د ټویټر ټولنیزه شبکه په ۴۴ میلیارد ډالرو وپېره او له هغه وروسته یې په دغې شبکې او د شبکې په کارولو کې یو لړ تغیرات راوستل.

ماسک همدغه راز له هغو افرادو، شرکتونو، حکومتي او نا حکومتي ادارو څخه،‌ چې په ټویټر کې یې حسابونه تصدیق [ویریفای] شوي، وغوښتل چې د میاشتې شاوخوا ۱۰ ډالر ورکړي او که دا کار ونکړي، د تصدیق شنه نښه به یې له حساب څخه لېرې کړل شي او ځینې نورې اسانتیاوې به هم ترې واخیستل شي.

دا نښه مینه والو ته ډاډ ورکوي چې حساب اصلي او د اړوند شخص او اړوندې ادارې دی.

مخکې د تصدیق دا نښې په وړیا ډول معتبرو افرادو، شرکتونو او ادارو ته ورکول کېدې. په نړۍ کې میلیادرونه کسان د ټویټر شبکه کاروي او په خپله ایلن ماسک په ټویټر کې شاوخوا ۱۳۳ میلیون مینه وال او فالورز لري.

XS
SM
MD
LG