د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د کیوبا پخوانی دیکتاتور د امریکایانو په وژنې تورنوي

د امریکا د متحدو ایالتونو د عدلیې وزارت
د امریکا د متحدو ایالتونو د عدلیې وزارت

د امریکا د کانګرس غړي وايي چې د عدلیې وزارت به د کیوبا پخوانی دیکتاتور راؤل کاسټرو د ۱۹۹۶ کال د هغه پېښې په تړاو تورن کړي چې پکې درې امریکایان او په امریکا کې یو اوسېدونکی وژل شوي وو.

د امریکا د کانګرس غړي وايي چې دوی تمه لري د عدلیې وزارت به راؤل کاسټرو د دې امر په خاطر تورن کړي چې په ۱۹۹۶ کال کې یې د درې امریکایانو او په امریکا کې د یوه اوسیدونکي د وژنې لپاره یې کړی و.

دوي وايي دا هغه مهال و چې دغو وګړو په ملکي الوتکو کې د پرواز په حال کی وو او له کیوبایي کډوالو سره یې د کیوبا له رژیم څخه په تېښتې کې مرسته کوله.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د چهارشنبې په ورځ د کیوبا خلکو ته د هغه هېواد د خپلواکۍ ورځې په مناسبت په هسپانوي ژبه یو ویډیويي پیغام خپور کړ. هغه وویل چې امریکا “چمتو ده زموږ د خلکو او زموږ د هېوادونو ترمنځ د اړیکو یو نوی فصل پرانیزي” او زیاته یې کړه چې “یوازینی خنډ چې د ښې راتلونکي مخه نیسي هغه کسان دي چې ستاسو هېواد کنټرولوي.”

د چهارشنبې په ورځ د کانګرس په ودانۍ کې په یوه خبري غونډه کې څلورو جمهوري غوښتونکو وکیلانو وویل چې تمه لري د راؤل کاسټرو په اړه دغه اعلان به د فلورېډا په میامي کې د عدلیې وزارت په یوه غونډه کې. چې په سیمه اییز وخت د ورځې په یوه بجه کېږي، وشي.

دا څلور استازي هر یو- ماریو دایاز-بالارټ، کارلوس اې. ګیمنیز، ماریا الویرا سالازار او نیکول مالیوتاکیس کیوبایي الاصله امریکاییان دي او د روان کال په فبرورۍ کې یې ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته لیک هم استولی و، او له هغه څخه یې غوښتي وو چې د عدلیې وزارت راول کاسټرو د ۱۹۹۶ کال د وژنو په تړاو تورن کړي.

د ۱۹۹۶ کال د فبرورۍ په ۲۴مه، د کیوبا یوې جنګي الوتکې دوه بې وسلې ملکي الوتکې وویشتلې، چې په هغو کې درې امریکایان او یو د امریکا اوسېدونکی د فلوریډا تنګي په سیمه کې د پرواز په حال کی و.

دا د “وروڼو د ژغورنې” په نوم د يو بشري ماموریت برخه وه. په دې ماموریت کې له هوا څخه د هغو کیوبایانو د موندلو هڅه کېده چې غوښتل یې د خپل رژیم له ظلم څخه د امریکا لوري ته ور واوړي. پدې بهیر کې د امریکا ساحلي ګارډ ته خبر ورکول کېده چې هغوی وژغوري. راؤل کاسټرو هغه وخت د کیوبا د دفاع وزیر په توګه دنده تر سره کوله.

د کانګرس استازي ګیمنیز په خبري غونډه کې امریکا غږ ته وویل چې د کاسټرو پر ضد د احتمالي تور لګول چې له ۲۰۱۱ تر ۲۰۲۱ پورې یې د کیوبا د کمونیستي استبدادي رژیم مشري کوله، دا پیغام ورکړي چې ولسمشر ټرمپ له هغو هېوادونو سره د مقابلې په اړه جدي دی چې د امریکا او نړۍ لپاره د ملي امنیت ګواښ جوړوي.

هغه وویل: “هغه پیغام چې کیوبا ته لېږل کېږي دا دی چې تاسو نشئ کولای امریکایان ووژنئ او سزا ونه وینئ. موږ اوس د خپلې نیمې کرې پر وضعیت تمرکز کړی او هغه ګواښ ته مو پام اړولی دی چې تاسو- کیوبا، یې د امریکا لپاره جوړوي.”

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG