د لاس رسي وړ اتصالات

د کیوبا مشر خپل حکومت هم په وروستیو مظاهرو پړ وګاڼه


د کیوبا جمهور رئیس د لومړي ځل لپاره په خپل حکومت په انتقاد سره وايي د کمښتونو او نورو ستونزو په مهارولو کې د دولت پاته راتلل د روانې اونۍ په مظاهرو کې رول درلود.

د کیوبا ولسمشر میګل دیاز کنیل د چهارشنبې په ماښام جولای ۱۴ (چنګاښ ۲۳) په تلویزیوني وینا کې له کیوبایانو وغوښتل چې کرکجن چلند ونه کړي.

په کیوبا کې په روانې اونۍ کې پراخ اعتراضونه چې په تیرو ۲۵ کې یې ساری نه لیدل کیږي وشو، او خلکو د نرخونو د زیاتوالي، غذایي توکیو او درملو د کمښت او د بریښنا د جریان د قطع کیدو په وجه ناراضه دي او ځنې خلک د کمونیستي رژیم تغییر غواړي چې د شپږو لسیزو راهیسې پدې هیواد کې واکمن دی.

تر اوسه د کیوبا دولت یواځې ټولنیزې رسنۍ او د امریکا د متحده ایالاتو حکومت د وروستیو اعتراضونو مسول ګڼل چې په ځنو ځایونو کې په تاوتریخوالي هم واوښتل.

ښاغلي دیاز کنیل وویل: "مونږ باید د اغتشاشاتو نه تجربه ترلاسه کړو. مونږ همداشان باید خپلې ستونزې په جدي توګه وارزوو تر څو وکړای شو [د هغې مطابق] عمل وکړو او د تکرار مخنیوی یې وکړو."

د کیوبا حکومت اعتراض کوونکي په د مغازو په لوټ کږلو او ویجاړولږ تورن کړي او په لسګونو کسان یې نیولي دي. ددې هیواد د کږرنیو چارو وزارت د نیول شویو کسانو شمیره په ډاګه نکړه او یواخې یې وویل چې هغوی د ۲۵ او ۳۷ کلونو ترمنځ عمرونه لري او د عامه نظم د ګډوډولو، تیري، سپکاوي، غلا او تاوان رسولو د تورونو په اړه ترې قانوني پلټنې کیږي.

کیوبا پدې وروستیو کې د سختو کړکیچونو – د کروناویروس د وبا څخه نیولې چې د هیواد اقتصاد یې فلج کړی او د سیاحت صنعت چې دې هیواد ته حیاتي اهمیت لري ټکنی کړی دی، د متحده ایالاتو له لورې تر بندیزونو پورې - سره لاس او ګریوان ده. د امریکا پخواني ولسمشر دونالد ټرمپ په څلورو کلونو کې ددې جزیرې په ضد څه دپاسه ۲۰۰ اقدامه کړي دي.

ښاغلي دیاز کنیل وویل چې ددې "پیچلي وضعیت" څخه هغه کسان ګټه اخلي چې واقعاً نه غواړي د کیوبا انقلاب پرمختګ وکړي یا د متحده ایالاتو سره متمدنه اړیکه ولرو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتونی بلینکن، هم ددغو مظاهرو په ترڅ کې د کیوبا په حکومت انتقاد وکړ. له دې دمخه د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي وو چې هاوانا دې د کیوبا د خلکو د اواز د چوپ کولو نه ډډه وکړي. پدې ترڅ کې د اروپایي ټولنې یو شمیر مشرانو او د بشري حقونو ملاتړو د کیوبا د خلکو له مظاهرو ملاتړ کړی دی.

XS
SM
MD
LG