د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د سایبري جګړې وړتیاوې ډيروي


امریکايي چارواکي وايي د دغه پلان له مخې، چې په سپينې ماڼۍ کې پرې غور کیږي، د متحدو ایالتونو انټرنټي قومنداني به د مرکزي او پاسیفیک د نظامي قوماندې په څیر تر " یوې واحدې قوماندې " لاندې راشي.

د سایبر د قومندانۍ اصلي دنده د انټرنټي بریدونو مخنیوی او د اړتیا پر مهال انټرنټي بریدونو کول دي.

یو امریکايي چارواکي رویټرز ته وویل، چې د سایبر قومانداني به د امریکا د ملي امنیت له ادارې څخه جلا وي او قومندانانو ته به د انټرنټي یرغلیزو او دفاعي وسلو د کارولو لارښوونې کوي.

دغه دواړه ادارې به د واشنګټن په ۳۰ کیلو مېترۍ کې د مریلنډ په فورټ میډ کې د یو افسر، میچل اس راجرز، تر څار لاندې فعالیت کوي.

په نوي پلان کې د سایبري بریدونو مخنیوی، د متحدو ایالتونو انترنتي شبکو ته د داخلېدونکو بریدګرو مخنیوی او د اسلامي دولت د ډلې په څېرو د نورو مخالفانو ځپل او ماتول شامل دي.

د امریکا یو استخباراتي مامور، چې له دغه پلان نه خبر دی د نوم د نه ښودلو په شرط وايي، چې دا پلان په معاصر انټرنټي جنګ کې د سایبر د قومندانۍ او ملي امنیت د ادارې د مخ پر زیاتېدونکي ونډې ارزښت په ګوته کوي.

د سایبر د قومندانۍ ویاند د دې پلان په اړه څه ونه ویل او نه هم د ملي امنیت ایجنسۍ په دې اړه تبصره وکړه.

د سایبر قومنداني په ۲۰۱۰ کال جوړه شوه او اوس د متحدو ایالتونو د ستراتیزيکي قومنداني سره تړلې ده، چې هوايي پوځي عملیات، هستوي وسلې او د میزایل دفاعي چارې څاري.

XS
SM
MD
LG