د لاس رسي وړ اتصالات

د ناټو قوماندانان د تبلیغاتي جنګ په بایللو اندېښمن دي


د امریکا د دفاعي چارواکو مشرانو انټرنټي نړۍ د اورپکو پر ضد د جګړې یو بل ډګر بللی دی
د امریکا د دفاعي چارواکو مشرانو انټرنټي نړۍ د اورپکو پر ضد د جګړې یو بل ډګر بللی دی

د ناټو قوماندانان وايي لویدیځ باید د هغه تبلیغاتي جنګ سره د مبارزې لپاره نور اقدمات هم وکړي، چې مخالفانو پیل کړی دی. د ناټو قوماندانانو خبرداری ورکړی چې د روسیې په څېر هېوادونه د مطبوعاتو د ازادۍ نه غلطه استفاده کوي او په لویدیځ کې ناسم معلومات خپروي.

" مختلط جنګي وسایل" او د هغوی کارول هغه تکتیک بلل کیږي، چې کریملین په ۲۰۱۴ کال کې د کریمیا د نیولو لپاره کاروه، دا هغه وخت و چې د "شنو جامو" په نامه مجهزو او نامعلومه وسله والو په سیمه کې د اوکراین پر پوځي تاسیساتو بریدونه کول.

روسیې په لومړي سر کې له دغو وسله والو سره د اړیکو لرلو خبره رد کړه، خو وروسته بیا د اوکراین په ختیځ کې هم همداسې یوه ډله پېدا شوه. لا هم د روسیې له ملاتړه د برخمن اورپکو او اوکراین ځواکونو ترمنځ جنګ روان دی.

لویدیځ تر برید لاندې دی

تېره اونۍ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډې کې د اوکراین ولسمشر پېټرو پورېشېنکو وویل چې د ټولې لویدیځې نړۍ پر ضد مختلط اطلاعاتي وسایل کارول کیږي.

هغه وویل " سیاسي فشار، ښکاره تبلیغات، په انتخاباتي مسایلو کې مداخله، اقتصادي فشار، استخباراتي فعالیت، پوځي عملیاتونه، انټرنټي بریدونه او د ډیپلوماتیکو اصولو څخه ناوړه ګټه اخیستل د دغه نا اعلان شوي جنګ پرمختلي او دوستانه تګلارې دي. "

اخوا، په لندن کې د رایل یونایټډ په انسټیټیوټ کې په یوې غونډې کې د ناټو د ستراتیژيکو اړیکو مشر، جانیز سارټز، وویل چې لویدیځه نړۍ پټ پټونی کوي.

هغه وویل " ټکنالوژي زموږ ده. د بازار موندنۍ قوي مارکیټونه زموږ په هېوادونو کې دي. خو بیا هم ځیني مختلف لوبغاړي لکه روسیه، داعش او چین زموږ د ګوښه کولو هڅه کوي."

په دغه کنفرانسن کې همدغه راز د روسي رسنیو د نشراتي ساحې د پراخولو په اړه هم بحثونه وشول، په خاص ډول د روسیې د ۲۴، روسیه نن او آر ټي چاینلونو د پروګرامونو په اړه، چې معمولآ د تبلیغاتو په خپرولو تورن دي.

خو د یکانمسټ ایډیټر اډوارډ لوکاس وویل چې دا ډول خپرونې ژورنالیزم نه دی.

تر دې مخکې ځینو امریکايي چارواکو او ملګرو ملتونو اندېښنه ښودلې وه، چې د لویدیځ ضد د ځينو قدرتونو سربېره د داعش په څېر ترهګرې ډلې هم د ټولنیزو رسنیو او مطبوعاتو د ازادۍ له لارې ناسمه استفاده کوي او غلط معلومات خپروي.

د امریکا د دفاعي چارواکو مشرانو انټرنټي نړۍ د اورپکو پر ضد د جګړې یو بل ډګر بللی دی.

XS
SM
MD
LG