په ایران کې چارواکي وايي هکرانو د دغه هېواد د اورګاډو په سیستم بریدونه کړي او ګډوډي یې جوړه کړې ده.
انټرنټي بریدګرو له برید وروسته د ایران د اورګاډو د تګ راتګ د اعلانونو په لوحو کې د اورګاډو د ناوخته راتګ او سفر د لغوه کېدو په اړه ناسم پیغامونه خپاره کړي دي.
په دغو پیغامونو کې راغلي وو چې «د انټرنټي برید له کبله اوږ ځنډ دی.» او یا د اورګاډو تګ راتګ « لغوه» شوی دی.
انټرنټي بریدګرو په اعلانونو کې د ایران د مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي د دفتر شمېره خپره کړې او په مسافرو یې ټېنګار کړی و چې په دې شمېره اړیکه ونیسي.
د ایران نیمه دولتي اژانس «فارس» وايي چې دې حالت د ایران د اورګاډو په سیستم کې «غیر مترقبه ګډوډي» پیدا کړې وه.
دا پېښه تېره ورځ جولای نهمه (چنګاښ ۱۸) شوې ده. تر دې دمه یوې ډلې هم د دغه کار د کولو ادعا نده کړې.
د «فارس» خبري اژانس د راپور په اساس د ورځې په پیل کې د ایران اورګاډو د تعقیب او څار برېښنايي سیستم هم پرې شوی و. لا معلومه نه ده چې ایا دا کار هم د انټرنټي برید سره څه تړاو لري که نه.
د «فارس» اژانس وروسته بیا خپل دا راپور لېرې کړ او پر ځای یې د ایران د اورګاډو د شرکت د ویاند صادق سکري له خولې ولیکل چې دغو «ګډوډیو» د اورګاډو په خدمتونو کې کومه ستونزه پیدا کړې نه ده.
په ۲۰۱۹ کې دایران د اورګاډو په کمپیوټري سیسټم کې د ستونزو له کبله یو شمېر اورګاډو تګ راتګ وځنډېده.
د همدغه کال د ډسمبر په میاشت کې د ایران د مخابراتو وزرات وویل چې د دغه هېواد په نامعلومو «برېښنايي تاسیساتو» باندې یې د لوی انټرنټي برید مخه نیولې ده، خو په اړه یې هېڅ معلومات ورنکړل.