پدې تیرو څو اونیو کې دا دویم توپان دی چې هند ځپي. چارواکي وایي د یاس په نامه دا توپان چې د سمندر نه راپورته شوی د اوبو څپې یې لوړې کړې او د سختو بادونو سبب شوی.
د یاس توپان د لویدیځ بنګال او اودیشا په ایالتونو کې شاوخوا ۱.۵ ملیون کسان دیته مجبور کړي چې خپلې مېنې پریږدي او خوندي ځایونو ته کډه شي.
د دې توپان د راتګ نه تقریباً یوه اوونۍ وړاندې یو بل توپان د هند په لویدیځ کې ۱۵۵ کسان وژلي وو.
د هند د سمندر په شمالي برخو کې دا ډول توپانونه معمولاً راځي خو د هوا پیژندنې مسؤلین وایي چې د اقلیم د بدلون له وجې د دې توپانونو شمیر ډیر شوی.
د لویدیځ بنګال اعلی وزیرې مامتا بنرجي ویلي چې سمندر ته نږدې پروت د دیغا ښارګوټی درې متره اوبو لاندې کړی.
د هوا پیژندنې مسؤلین وایي چې په توپان کې د سخت باران تر څنګ د باد چټکوالی په ساعت کې ۱۵۵ کیلو مټر وه.
د سیمې اوسیدونکي وایي چې دومره زورور توپان یې پخپل عمر کې ندی لیدلی او زیاتوي چې د لومړي ځل لپاره د سمندر اوبه سړکونو ته را اوښتي دي.
میرمن بنرجي وایي چې په توپان کې شاوخوا ۲۰ زره کورونه ړنګ شوی لس ګونه ټاپوګانې د اوبو لاندې شوي.
د هند د اضطراري چارو ملي ادارې ویلي چې څه باندې ۵ زره د ژغورنې مامورین یې ځپل شویو سیمو ته استولي. دې ژغورونکو د ځانونو سره د ونو د پرې کولو سامان آلات، په اضطراري حالاتو کې د اړیکو نیولو وسایل، ربړۍ کښتۍ او دارو درمل سیمې ته وړي دي.
په هند کې چارواکي وایي چې دغه ډول حالات ښایي د کرونا ویروس د خپریدو د مخینوي سره ددې هیواد مبارزه ټکنۍ کاندي. کرونا په هند کې تر اوسه ۳۱۰ زره کسان مړه کړي خو ویل کیږي چې ښایي د مړو شویو شمیر تر دې هم لوړ وي.
د روغتیایي چارو د مسؤلینو سره دا ویره ده چې د توپان د ځپل شویو سیمو خلک چې په سرپناوو کې راټول شوي، ښایي د کرونا ویروس پکې خپور شي. سره لدې چې مسؤلینو دې کسانو ته ماسکونه ورکړي خو وایي چې د ټولنیز واټن مراعت کول به غټه ستونزه وي.