د لاس رسي وړ اتصالات

په چک جمهوریت کې پنځه تنه د تروریزم په تور ونیول شول


د چک پولیسو د پنجشنبې په ورځ اپریل ۲۲ (غوایي ۲) وویل چې پنځه کسان او یو شرکت یې د اوکراین په ختیځ کې په وسله واله نښته کې د برخې اخیستو په تور په تروریزم تورن کړي دي.

د چک جمهوریت د سازمان شویو جرمونو د ملي ادارې ویاند یوروسلو ایبهج، وویل ددې هیواد پنځه تنه اوسیدونکي د چهارشنبې په ورځ د دونتسک په نامه جمهوریت په پلوۍ په نښته کې د ګډون په جرم نیول شوي دي.

ښاغلي ایبهج په یوه وینا کې چې د پولیسو په ویبپاڼه خپره شوې ویلي: "د سازمان شویو جرمونو ضد ملي ادارې هغوی د تروریستي برید، په یوه تروریستي ډله کې د ګډون، د تروریزم مالي تامین او د تروریزم په ترویج کولو تورن کړي دي."

د چک پولیس وایي چې دغه نیونې د پراګ او مسکو ترمنځ د دپلوماتیکو کړکیچونو سره هیڅ ډول اړیکه نلري. پراګ او مسکو د یو بل په لسګونو دپلوماتان وروسته له هغې وایستل چې روسي جاسوسان په چک جمهوریت کې د ۲۰۱۴کال د یوې چاودنې په پروګرام کولو تورن شول.

دا پداسې حال کې دي چې د اوکراین او د روسي پلوه جلاغوښتونکو ترمنځ کړکیچ چې د اوکراین ختیځ یې تر کنترول لاندې دی، نور هم سخت شوی دی.

په ۲۰۱۴کې د روسیې سره د کریمیه ټاپو د یوځای کیدو وروسته کیف ددې هیواد په ختیځ دونتسک او لوګنسک کې د روسي پلوه جلاغوښتونکو سره په مبارزه بوخت دی.

اوکراین او روسیې پدې وروستیو اونیو کې د اوکراین په ختیځ کې یو بل د شخړو په پارولو تورن کړي دي؛ هغه سیمه چې په ۲۰۱۴کې د روسیې تر ملاتړ لاندې ځواکونو او اوکرایني قواوو ترمنځ په جګړو کې په کې شاوخوا ۱۴۰۰۰اوکرانیان ووژل شول.

پدې ترڅ کې د اوکراین د پولې په اوږدو کې د روسیې پوځي شتون زیات شوی چې پدې وروستیو اونیو کې یې اروپا او امریکا سخته اندیښمنه کړې ده.

مقاماتو ویلي دي چې د ۲۰۱۴کال راپدیخوا چې روسانو کریمیه ټاپو له اوکراین څخه جلا کړه، د بل هر وخت څخه پدغو سیمو کې د روسي سرتیرو شمیر زیات شوی دی.

XS
SM
MD
LG