د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان بریښنا شرکت: له ګاونډیو هېوادونو د وارداتي بریښنا پورونه مو ورکړل


د طالبانو حکومت د افغانستان بریښنا شرکت وايي، له ګاونډیو هیوادونو څخه افغانستان ته د واردې شوې بریښنا له درکه ۱۳۸ میلیون ډالر پورونه یې بیرته ورکړي دي.

ددې شرکت د سوداګرۍ د چارو رئیس مولوي عبدالرحمان رحماني د چهارشنبې په ورځ ۳ اګست (زمری ۱۲) په کابل کې خبریالانو ته دغه معلومات وکړل خو دا یې و نه ویل چې دا شرکت ددغو هیوادونو څخه نور څومره پوروړی دی.

تیره میاشت ځینو رسنیو خبر ورکړی و، چې افغانستان یوازې د ازبکستان څخه د سلو میلیونو ډالرو په ارزښت بریښنا اخیستي ده. د دوشنبې په ورځ د ازبکستان د انرژۍ وزارت په یوه اعلامیه کې وویل چې د طالبانو حکومت د ازبکستان د بریښنا د څو میلیونو ډالرو بل پیسې دغه هیواد ته سپارلي دي.

مخکې داسې راپورونه هم خپاره شوي وو چې د طالبانو پر حکومت باندې نړیوال بندیزونه د پیسو په انتقالولو کې خنډ ګرځېدلي او له امله یې د بریښنا شرکت نشي کولای د ازبکستان او تاجکستان د وارداتي برېښنا پورونه ادا کړي.

د افغانستان د بریښنا شرکت د معلوماتو له مخې اوس مهال افغانستان ۱۲۲۰ میګا واټه بریښنا ته اړتیا لري، چې یوازې ۲۲ فیصده یې له داخلي منابعو څخه برابریږي.

د بریښنا شرکت عملیاتي رئیس صفی الله احمدزي چې مولوي رحماني سره په ګډ خبري کنفرانس کې خبریالانو سره خبرې کولې، وویل چې دوی اوس مهال له داخلي او وارداتي بریښنا څخه په مجموعي ډول ۸۴۰ میګاواټه بریښنا تمویلوي او د ۳۸۰ میګاواټه بریښنا له کموالي سره مخ دي.

د بریښنا شرکت چارواکي وايي، چې اوس مهال افغانستان له تاجکستان، ترکمنستان، ایران او ازبکستان څخه بریښنا واردوي.

د بریښنا د شرکت عملیاتي رئیس وویل چې دمخه چې ځینو نړیوالو تمویلو,نکو موسسو لکه د اسیا پرمختايي بانک او نړیول بانک له خوا ددغه شرکت ځینې پروژې تمویلیدلې، اوس دغو نړیوالو موسسو خپلې مرستې بندې کړي، د هغه په وینا، دوی هڅه کوي چې له ترکمنستان څخه د ۵۰۰ ولټ بریښنا د مزي لپاره پیسې پیدا کړي.

هغه وویل که بهرنۍ مرستې تر لاسه نشي، د طالبانو حکومت به هڅه وکړي چې له خپلو منابعو څخه دا پروژه تمویل کړي.

د بریښنا شرکت چارواکو وویل چې په افغانستان کې تیر کال د وړم کال پرتله د بریښنا شرکت د مشترکینو شمیر ۱۸ سلنه زیات شوی او دا شرکت هڅه کوي چې په افغانستان کې د بریښنا د تولید ظرفیت لوړ کړي.

هغه زیاته کړه چې تر اوسه توانېدلي دی چې د کجکي او نغلو د بندو د بریښنا د تولید ظرفیت لوړ کړي.

د بریښنا شرکت د معلوماتو له مخې، اوس مهال په افغانستان کې ۳۸ سلنه خلک بریښنا ته لاس رسی لري.

XS
SM
MD
LG