د لاس رسي وړ اتصالات

بامیانو کې د "دمبورې" د جشن لمانځل پیل شول


بامیانو کې سږکال د دوهم ځل لپاره د دمبورې جشن ولمانځل شو.
بامیانو کې سږکال د دوهم ځل لپاره د دمبورې جشن ولمانځل شو.

سږکال د دوهم ځل لپاره د بامیانو ولایتي چارواکو په دغه ولایت کې د " دمبورې" یو درې ورځینی جشن جوړ کړی دی.

د دغه جشن په مراسمو کې، چې نن د جمعې په ورځ ( جنګاښ اتمه) له غرمې وروسته پیل شو، زرګونو کسانو، چې په زیات شمیر ښځې هم په کې شاملې وې ګډون کړی وو.

دا جشن د بامیانو د ولایتي ادارې په کابل کې د چین د سفارت په مرسته جوړ کړی دی، چې د دریو ورځو په ترڅ کې به په کې ګډون کوونکو ته د بامیانو، دایکنډي او غزني د ولایتونو هنرمندان سیمه ییزه موسیقي وړاندې کړي.

د بامیانو ولایتي چارواکي د دغه جشن د جوړیدلو هدف د سیاحت د صنعت وده او هم د دغې سیمې د سیمه ییزې موسیقي په ځانګړي ډول د " دمبورې"ژوندې ساتل ښيي.

د بامیانو والي محمد طاهر زهیر د دغه جشن د پرانیستلو مراسمو ته په وینا کې وویل، چې " دمبوره" د بامیانو یوه ډیره زړه او پخوانۍ د موسیقي اله ده.

ښاغلي زهیر وویل " د " دمبورې" جشن د توریزم د صنعت د ودې لپاره جوړو او همدارنګه د دغه جشن بله فلسفه د بامیانو د موسیقي د زړې الې بیرته ژوندي کیدل دي، چې سلګونه کلونه قدامت لري".

د بامیانو والي وویل، تیرکال د " دمبورې" د جشن لمانځلو د بامیانو د ولایت اقتصادي وضعیت ښه اغیزه لرله او له امله یې دغه ولایت څخه د نورو کلونو پرتله ډیرو سیاحیونو لیدنه کړې وه.

د سیمه ییزې موسیقي سربیره د لاسې صنایعو نندارتون، د کتاب نندارتون او د یو شمیر ولایتونو د هنرمندانو هنري اثارو نندارتون هم د دغه جشنبرخه ده.

په دې جشن کې د یو شمیر ولایتونو تر لسو پورې د هلکانو او انجونو هنري ډلو هم برخه اخیستې ده.

ټاکل شوې دا جشن به د بامیانو له ښار وروسته د دغه ولایت د بند امیر په ملي پارک هم جوړ شي.

تیرکال د لومړي ځل لپاره د بامیانو ولایتي ادارې د " دمبورې" جشن ولمانځه، چې د جشن د پیل وړاندې د ځینو دیني عالمانو له خوا یې مخالفت وشو، خو بیا وروسته هغوی له مخالفت لاس واخیست.

XS
SM
MD
LG