د لاس رسي وړ اتصالات

د دانگام عملیات پای ته ورسیدل


جگړه پای ته ورسیده خو د دانگام خلک لاهم اندیښمن دي. دوی وایي د طالبانو د بیا برید امکان له مینځه نه دی تللی.
جگړه پای ته ورسیده خو د دانگام خلک لاهم اندیښمن دي. دوی وایي د طالبانو د بیا برید امکان له مینځه نه دی تللی.

د کونړ په دانګام ولسوالۍ کې د تیرو ۴۰ ورځو راهیسې پیل شوي عملیات وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو ته په درنې مرګ ژوبلې پای ته ورسیده.

دا په داسې حال کې دي چې د دې ولسوالۍ اوسیدونکي وايي تر سره شوي عملیات بریالي ندي او لاهم ولسي خلک د یو بل ستر برید څخه په اندېښنه کې دي.

عملیات نژدې څلوېښت ورځې وړاندې هغه مهال پیل شوي وو،چې ددغه ولسوالۍ په سور کمر، خارې او یو شمېر نورو سیمو کې وسله والو پر ولسي پاڅون کوونکو مرګوني بریدونه وکړل.

افغان پوځي چارواکي وايي، تیره ورځ یې عملیات پای ته رسولي او ولسوالي یې په بشپړه توگه د مخالفو وسله والو له شتون څخه پاکه کړې ده.

د ۲۰۱ سیلاب قول اردو قوماندان تورن جنرال محمد زمان وزیري نن یوې خبري غونډې ته وویل چې په عملیاتو کې یې ګڼ طالب وسله وال وژلي دي " په عملیاتو کې ۲۶۱ وسله وال وژل شوي، ۱۴۷ زخمیان دي چې د۵۰ کسانو جسدونه د جګړې په سیمه کې پاتې وو."

هغه وايي په وژل شویو او ټپیانو کې ډېر یې بهرنیان وو او حکومتي لوری ته هم تلفات رسیدلي دي "اکثره بهرنیان وو او ډېرو ولسوالیو څه راټول شوي وو، زمونږ هم ۱۷ عسکر وژل شوي او تر ۴۵ تنه ټپیان دي.»

جنرال وزیري همدا راز وویل، چې په لوړو څوکو کې یې د حکومتي ځواکونو مورچې جوړې کړي او په راتلونکي کې هم وسله وال ستونزې نه شي رامنځ ته کولای.

خو طالبان وايي په دغه عملیاتو کې یې لسګونه حکومتي عسکر وژلي او ګڼ نور یې ټپیان کړي دي.

دوی په دغه څلویښت ورځنۍ جګړه کې د خپلو درې ملګرو وژل کیدل او د همدومره نورو د ټپي کېدو خبره کړې ده.

په همدې حال کې د سیمې اوسیدونکي وايي عملیات هاغسې چې ویل کیږي بریالي نه وو او لاهم هغه سیمې د طالبانو تر کلک ګواښ لاندې دي چې د ډېورنډ کرښې ته څیرمه پرتې دي.

د کونړ ولایتي شورا مرستیال جمال الدین سیار همدا خبره کوي او وايي پوځیانو ایله تر دوبندو کلي ورغلي او بره کورنۍ اوس هم له ستر خطر سره مخامخ دي.

هغه وايي راکډه شوې کورنۍ بېرته له ویرې خپلو کورنو ته نه شي تلای، ځکه د طالبانو له اړخه ورته د خطر زنګونه شړنګیږي.

خو د کونړ والي وايي د دغه ولسوالۍ تر خطر لاندې لوړو څوکو کې امنیتي پوستې جوړوي او د خلکو د ژوند خوندیتوب یې په پام کې نیولی دی.

د دانګام له ولسوالۍ څخه د شمیرو له مخې نژدې یو زر کورنۍ راکډه شوي او په راکوزو ولسوالیو کې یې اړولي دي چې یوه اندزه مرستې ور رسېدلي خو په دې سخت ژمې کې یې ژوند له سخت حالت سره مخامخ دی.

XS
SM
MD
LG