د لاس رسي وړ اتصالات

دانش: افغانستان کې تر ۶۵ فیصده خلک بې‌سواده دي


د شمیرو له مخې د افغانستان د سواد د زده‌کړې په کورسونو کې د ګډون‌کوونکو لویه برخه ښځې جوړوي
د شمیرو له مخې د افغانستان د سواد د زده‌کړې په کورسونو کې د ګډون‌کوونکو لویه برخه ښځې جوړوي

د افغان ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش وايي، که څه هم افغانستان په تیرې یوې پیړۍ کې د سواد د ترلاسه کولو په برخه کې هڅې کړي، خو په دې برخه کې یې چندانې پرمختګ نه دی کړی او لا هم د دغه هیواد تر ۶۵ فیصده وګړي د سواد له نعمت څخه بې‌برخې دي.

ښاغلي دانش چې د سواد نړیوالې ورځې په مناسبت په کابل کې یوې غونډې ته وینا کوله وویل، د طالبانو د نظام له نسکوریدو وروسته د افغانستان د خلکو د سواد په وضعیت کې مثبت بدلون راغلی او ټینګار یې وکړ، چې په دې برخه کې لا زیات کار ته اړتیا لیدل کیږي.

هغه وویل "د پوهنې وزارت د شمیرو له مخې د افغانستان څه د پاسه ۶۰ فیصده تر ۶۵ فیصده وګړي لا هم بې‌سواده دي، یعنې زموږ د ۱۵ کلونو پورته عمر لرونکو وګړو له شمیرې څخه یواځې ۳۰ فیصده وګړي سواد لري. زموږ په هیواد کې د نویو ښوونځیو د جوړیدو او د ښوونې او روزنې د عصري کولو له پیل څخه، یعنې د امیر حبییب‌الله خان له دورې څخه چې د حبیبې ښوونځي بنسټ کیښودل شو، تر اوسه له یوې پیړۍ زیاته موده تیریږي، سره له دې چې په دې اوږدې موده کې هڅې شوې دي، خو د سواد د ترلاسه کولو په برخه کې په خواشینۍ سره د پام وړ پرمختګ مو نه دی کړی".

ښاغلي دانش زیاته کړه، چې تیرکال په افغانستان کې د سواد د زده‌کړې نږدې ۱۹زره کورسونه جوړ شوي وو، چې په کې د ۲۲۴زرو ښځینه زده‌کوونکو په ګډون ۴۰۰زره کسان د لیک او لوست له پروګرامونو څخه برخمن شول.

د ښاغلي دانش پر وینا په دغو کورسونو کې د زده‌کوونکو ډيره برخه ښځې جوړوي چې شمیره یې ۵۵ فیصدو ته رسیږي.

ښاغلي دانش زیاته کړه، چې د سواد ترلاسه کول د سولې او یووالي په ټینګولو او د فقر د کچې په ټیټولو کې مرسته کوي او دغه راز د میندو او ماشومانو د ښې روغتیا په برخه کې بنسټیز رول لوبوي.

په دې مراسمو کې د افغانستان لومړۍ میرمن رولا غني، چې سواد د سفیرې لقب ورته ورکړل شوی، د افغانستان د پوهنې او سواد پر نصاب نیوکه وکړه او ویې ویل "په خواشینۍ سره هغه کسان چې د ښوونځیو د شپږم، اوم او اتم ټولګي زده‌کوونکي دي، کله چې د یو کار لپاره زما څنګ ته راځي، پوښتنه کوم چې تاسې اتم ټولګی لوستی دی، لیک او لوست کولی شئ، وايي چې نه، دا باید د منلو وړ نه وي، هغوی باید زده‌کړه وکړي".

هغې ټینګار وکړ، چې په ولایتونو کې باید وړ او مسلکي کسان د سواد د زده کولو په پروګرامونو کې پر دندو وګمارل شي.

د افغانستان د پوهنې وزارت په پام کې لري، چې تر ۲۰۱۸ عیسوي کاله پورې په دغه هیواد کې د سواد د زده کولو نوی نصاب تطبیق کړي.

د افغان حکومت د شمیرو له مخې اوسمهال په افغانستان کې ۱۷زره ښوونځي فعالیت کوي، چې په کې د ۳۹ فیصده نجونو په ګډون ۹.۲ میلیونه زده‌کوونکي په زده‌کړو بوخت دي او تر څنګ یې هرکال د سواد د زده‌کړې نږدې ۱۹زره کورسونه جوړیږي او شاوخوا ۴۰۰زره ښځینه او نارینه ته په کې لیک او لوست ښودل کیږي.

XS
SM
MD
LG