د لاس رسي وړ اتصالات

دانش: نړیوال دې د مخدره موادو پر ضد مبارزه کې خپلې تګلارې بدلې کړي


ښاغلی دانش وايي، سره له دې چې افغان حکومت او نړیوالې ټولنې،له مخدراتو سره دوامداره مبارزه کړې، خو په په افغانستان کې د کوکنارو کر، تولید او اعتیاد زیات شوی.
ښاغلی دانش وايي، سره له دې چې افغان حکومت او نړیوالې ټولنې،له مخدراتو سره دوامداره مبارزه کړې، خو په په افغانستان کې د کوکنارو کر، تولید او اعتیاد زیات شوی.

د افغانستان حکومت وايي، په دغه هیواد کې د مخدره موادو مخ په زیاتیدونکې ستونزه دا ښيي، چې په دې برخه کې د مبارزې لپاره د افغانستان او نړیوالې تولنې اوسنۍ تګلارې او اقدامات بسنه نه کوي او باید ورباندې له سره غور وشي.

د افغانستان د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش، چې نن یې له مخدره موادو سره د مبارزې د اونۍ په مناسبت یوې جوړې شوې غونډې ته وینا کوله وویل، د افغانستان حکومت د بل هر وخت په پرتله د مخدره موادو پر ضد د مبارزې کلکه اراده لري خو ټینګار یې وکړ، چې په دې برخه کې د اغیزمنې مبارزې لپاره د سیمې او نړۍ هیوادونو جدي همکارۍ ته اړتیا ده.

ښاغلي دانش وویل، سره له دې چې په تیرو کلونو کې، افغانستان او نړیواله ټولنه په دغه هیواد کې له مخدره موادو سره دوامداره مبارزه کړې، خو لاهم په افغانستان کې د کوکنارو د کر، تولید او اعتیاد کچه مخ په زیاتیدو ده.

هغه له مخدره موادو سره د مبارزې په برخه کې د نړیوالې ټولنې پر تګلارو نیوکه وکړه او ویې ویل "موږ تمه لرو چې زموږ ټول سیمه‌ییز او نړیوال همکاران په خپلو تګلارو او پلان جوړولو کې بیا کتنه وکړي."

ښاغلي دانش وویل، په افغانستان کې فکري او جهادي شعارونه د مجرمانه او مافیايي اقداماتو د پوښښ لپاره ورکول کیږي او زیاته یې کړه، چې د تروریزم تر شا داسې کسان ولاړ دي، چې د مخدره موادو د کرلو او تولید له لارې میلیاردونه ډالر ترلاسه کوي.

هغه وویل "په خواشینۍ سره په دې برخه کې د سیمې او نړۍ ځینې هیوادونه هم فعاله رول لري او له نړیوالې مافیا سره په یوه آګانه همغږۍ سره همکاري کوي، مافیا د مخدره موادو له لارې د ناوړه ثروت د ترلاسه کولو په لټه کې دی، خو د تروریزم ملاتړي هیوادونه د خپلو سیمه‌ییزو او نړیوالو سیاستونو د عملي کولو په لټه کې دی، په دې منځ کې د مخدره موادو د کر او استعمال ټول زیانونه افغانان ګالي."

له مخدره موادو او جرمنو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې اداره (UNODC) وايي، چې دغه اداره به د نړیوالې ټولنې په قوي ملاتړ، له مخدره موادو سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

په افغانستان کې د دغې ادارې مشر اندري اویتسین وویل "له مخدره موادو او جرمنو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر، د افغانستان د سیاسي لومړیتوبونو په پام کې نیولو سره او د نړیوالې ټولنې په قوي ملاتړ سره، د هیوادونو په اړه به خپلې برنامې په افغانستان کې تطبیق کړي."

ښاغلي اویتسین مخدره مواد یوه نړیواله پدیده وبلله، چې پر وینا یې د دغې پدیدې لومړني قُربانیان د افغانستان خلک دي.

د هغه پر وینا، مخدره مواد نه یوازې د خلکو ژوند ته ګواښ دی، بلکې د پیسو وینځلو، فساد، جرمونو او د تروریزم د تمویل لامل هم کیږي.

د افغان حکومت او د امریکا د آی این ایل ادارې د ۲۰۱۵ کال ګډه سروې ښيي، چې په افغانستان کې ۳.۵ میلیونه وګړي په مستقیم او غیرمستقیمه توګه پر مخدره موادو روږدي دي.

افغان حکومت او له مخدره موادو او جرمنو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې اداره (UNODC) نن د یکشنبې ورځ (د جون ۹مه) په افغانستان کې له مخدراتو سره د مبارزې د حرکت اونۍ اعلان کړې ده.

د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزیرې سلامت عظیمي وویل، ټاکل شوې چې دا اونۍ، د مخدره موادو د زیانونو په اړه خلکو ته د پوهاوي ورکولو په موخه، هره ورځ په ټولو ولایتونو کې د غونډو، سپورټي سیالیو، پر واټونو او رسنیو کې د تبلیغاتو، پر دیوالونو د انځورګرۍ او بیلبورډونو لګولو له لارې، ولمانځل شي.

د آغلې عظیمي پر وینا، چې په دې کمپاین کې به له مخدره موادو سره په مبارزه کې د ښځو، دیني عالمانو او مدني ټولنې پر ګډون هم ټینګار وشي.

هغې وویل "د سې شنبې په ورځ یوه برنامه په پام کې لرو، چې په هغې کې زیات شمیر ښځې بلل شوې دي، ښځې د افغانستان لویه برخه جوړوي، چې په خواشینۍ سره د ۲۰۱۵ کال د سروې پر بنسټ ۸۵۰زره معتادې ښځې شته او موږ وغوښتل چې د ښځو له لارې هم د مخدره موادو پر ضد د مبارزې په برخه کې د عامه پوهاوي لوی کمپاین ولرو."

افغانستان په داسې حال کې له مخدره موادو سره د مبارزې د حرکت اونۍ په نوم لمانځي، چې د اوړم کال په پرتله تیر کال په دغه هیواد کې د کوکنارو په کر کې لس فیصده او د اپینو د تولید په کچه کې ۴۳ فیصده زیاتوالی راغلی دی.

د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت د معلوماتو له مخې، په ۲۰۱۶ کال کې د افغانستان پر ۲۰۱زره هکتاره ځمکو کې کوکنار کرل شوي وو، چې له دغو کوکنارو څخه ۴۷۰۰ ټُنه اپین ترلاسه شول.

دا په افغانستان کې د مخدره موادو د کر او تولید تر ټولو لوړه شمیره ښيي.

افغانستان اندیښنه لري، چې روان کال کې به د ناامنیو له امله، د مخدراتو د کر او تولید کچه لاپسې لوړه شي.

XS
SM
MD
LG